په سوریې کښې چاودنې اته کسان وژلی دی
-
د سوریې عسکرو تراوسه د ترهګرو پرضد ډیرو عملیاتو سره ګڼ شمیر ټروریسټان هلاک کړي دي .
سانا خبری اژانس وایی د سوریې سرچینو په تدمر(Palmyra) دښتې کښې له داعش ډلې د پاتې ماین دچاودیدا له کبله د اتو(۸) کسانو د وژل کیدا او د یولسو(۱۱) نورو د ژوبلیدا خبر ورکړ .
ویل کیږی چې دغه ماین پرون د سوریې په ختیځ کښې د حمص(Homs) ولایت په تدمر دښتې کښې د «ارک» کلی په خوا کښې واچاودیده .
په تیرې جمعې ورځ هم د څلورو(۴) ماشومانو په شمول دسوریې یوه(۱) پینځه(۵) کسیزه کورنۍ د حماه ولایت په ریف شمالی سیمه کښې له ترهګرو د پاتې ماین په چاودنه کښې وژل شوی وه .
که څه هم په سوریې کښې ترهګر اخری سا اخلی خو له هغوې څخه پاتې بمونه او ماینونه اوس هم خلک وژنی .
بل خبر دا چې د سوریې عسکرو د حماه په خوا کښې د «الزکاه» کلی په خوا کښې په «کفر زیتا »ښارګی کښې د تکفیری ترهګرو په مرکزونو بریدونه وکړل .
یوشمیر ترهګرې ډلې په ادلب ولایت او د حماه ولایت دشمال په کلیو او ښارګیو کښې شته چې د حکومتی عسکرو په مرکزونو حملو سربیره په دغو سیمو کښې په ملکی وګړو هم حملې کوی .
د سوریې عسکرو تراوسه د ترهګرو پرضد ډیرو عملیاتو سره ګڼ شمیر ټروریسټان هلاک کړی دی .