د سوریې پوځیانو د داعش ډلې هڅه ناکامه کړه
Mar 12, 2019 11:18 Asia/Kabul
-
د سوریې ډیموکراټیک ځواکونو هم په «الباغوز» سیمه کښې په جنګ کښې د داعش ډلې داتودیرشو (۳۸) غړو د وژلو خبر ورکړ .
زمونږ خبریال وایی دسوریې عسکرو د حماه په خوا کښې دپوځی اډو دنیولو لپاره د تکفیری ترهګرو هڅه ناکامه کړه .
په سوریې کښې تکفیری ترهګرو هڅه وکړه یوشمیر پوځی اډې ونیسی او ددغه هدف د تحقق لپاره یې د «حماه» د شمال په خوا کښې په «محرده» ښارګی یرغل وکړ .
دسوریې عسکرو په موقع مقابلې سره یوشمیر ټروریسټان هلاک کړ او په پوځی اډو دهغوې د کنټرول د ترلاسه کولو مخه یې ونیوله .
د سوریې ډیموکراټیک ځواکونو هم په «الباغوز» سیمه کښې په جنګ کښې د داعش ډلې داتودیرشو (۳۸) غړو د وژلو خبر ورکړ .
ټیګونه