امریکائی پوځیان دسورئې له الرکبان کیمپه دکډوالو دوتلو مخنیوی کوی
له التنف سیمې څخه د کډوالو دتیریدو د هغې لارې دامنیت لپاره دامریکا ضمانت نه ورکول ، چې امریکائی پوځیان اوله هغوی سره اړونده تالی څټی ترهه ګر پکې شتون لری ، د الرکبان کیمپ د وضعیّت دلاخرابیدو لپاره د دغه هیواد دهڅې ښودنه کوی .
دسورئې سانا رسمی خبری آژانس راپورورکړی ، دسورئې پوځ ډیرې سیمې له تکفیری ترهه ګروپاکې کړی،څو سوریاوال کډوال خپل هیواد اوخپلو کورونو ته بیرته وګرځی،خو د سورئې اواردن په پولې کې امریکائی پوځیان او د سورئې په التنف کې له هغوی سره اړونده تای څټی ترهه ګر،په الرکبان کیمپ کې د دیره سوریاوالو کډوالو دوتلو اجازت نه ورکوی،چې په دغه کیمپ کې نور په تیره بیا د ماشومانو اوښځولپاره ژوند ډیر سخت دی او هره شیبه ئې ژوند ګواښل کیږی .
له التنف سیمې څخه د کډوالو دتیریدو د هغې لارې دامنیت لپاره دامریکا ضمانت نه ورکول،چې امریکائی پوځیان اوله هغوی سره اړونده تالی څټی ترهه ګر پکې شتون لری ،د الرکبان کیمپ د وضعیّت دلاخرابیدو لپاره د دغه هیواد دهڅې ښودنه کوی .
الرکبان کیمپ د سورئې ،اردن او عراق په پوله ایزو سیمو مثلث کې واقع دی او د هغوزرګونو سوریاوالو کډوالوکوربه دی،چې په ډیروسختو او ترینګلو حالاتو کې پکې ژوند کوی .