امریکائی پوځیان دسورئې له الرکبان کیمپه دکډوالو دوتلو مخنیوی کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80906-امریکائی_پوځیان_دسورئې_له_الرکبان_کیمپه_دکډوالو_دوتلو_مخنیوی_کوی
له التنف سیمې څخه د کډوالو دتیریدو د هغې لارې دامنیت لپاره دامریکا ضمانت نه ورکول ، چې امریکائی پوځیان اوله هغوی سره اړونده تالی څټی ترهه ګر پکې شتون لری ، د الرکبان کیمپ د وضعیّت دلاخرابیدو لپاره د دغه هیواد دهڅې ښودنه کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 14, 2019 03:05 Asia/Kabul
  •   امریکائی پوځیان دسورئې له الرکبان کیمپه دکډوالو دوتلو مخنیوی کوی

له التنف سیمې څخه د کډوالو دتیریدو د هغې لارې دامنیت لپاره دامریکا ضمانت نه ورکول ، چې امریکائی پوځیان اوله هغوی سره اړونده تالی څټی ترهه ګر پکې شتون لری ، د الرکبان کیمپ د وضعیّت دلاخرابیدو لپاره د دغه هیواد دهڅې ښودنه کوی .

 دسورئې سانا رسمی خبری آژانس راپورورکړی ،  دسورئې پوځ   ډیرې سیمې له تکفیری ترهه ګروپاکې کړی،څو سوریاوال کډوال خپل هیواد اوخپلو کورونو ته بیرته وګرځی،خو د سورئې اواردن په پولې کې  امریکائی پوځیان او د سورئې  په التنف کې له هغوی سره اړونده تای څټی  ترهه ګر،په الرکبان کیمپ کې د دیره سوریاوالو کډوالو دوتلو اجازت نه ورکوی،چې  په دغه کیمپ  کې نور  په تیره بیا د ماشومانو اوښځولپاره ژوند ډیر سخت دی او هره شیبه ئې ژوند ګواښل کیږی .

  له التنف سیمې څخه د کډوالو دتیریدو د هغې لارې دامنیت  لپاره دامریکا ضمانت نه ورکول،چې امریکائی پوځیان اوله هغوی سره اړونده تالی څټی ترهه ګر پکې  شتون لری ،د الرکبان کیمپ د وضعیّت دلاخرابیدو لپاره د دغه هیواد دهڅې ښودنه کوی .

 الرکبان  کیمپ د سورئې ،اردن او عراق  په پوله ایزو سیمو مثلث کې واقع دی او د هغوزرګونو سوریاوالو کډوالوکوربه دی،چې په ډیروسختو او ترینګلو حالاتو کې پکې ژوند کوی .