دسورئې دسولې په بهیرکې دملګروملتو رول ډیر اهمیّت لری
میرمن موګرینی په بروکسل کې د سورئې اوسیمې له راتلونکی د ملاتړ په نامې سره دسیمنار ترڅنګ په دغه خبری کنفرانس کې ددې خبرې په کولو سره چې داروپائی اتحادئې د درستو غړو هیوادونو دریځونه د سورئې دشخړې له حل سره په رابطه کې یو شان دی او هیڅ ډول اختلاف پکې نه لری زیاته کړې ، سولې ته درسیدو لپاره باید په سیاسی حل لارو لټولو پسې شو .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ داروپائی اتحادئې د بهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی پرون مازدیګر دسورئې په چارو کې دملګروملتو له ځانګړی استازی ګیرپټرسن سره په ګډ خبری کنفرانس کې وئیلی دی ، اروپائی اتحادیه باؤری ده چې یوازې دملګروملتو په لارښونې سره دسولې یو بهیر او د سورئې د داخل قومی جوړښت په نظر کې په نیولو سره په دغه هیواد کې تل پاتې سوله ټینګیدلی شی .
میرمن موګرینی په بروکسل کې د سورئې اوسیمې له راتلونکی د ملاتړپه نامې سره دسیمنارترڅنګ په دغه خبری کنفرانس کې ددې خبرې په کولو سره چې داروپائی اتحادئې د درستو غړوهیوادونو دریځونه د سورئې دشخړې له حل سره په رابطه کې یوشان دیاوهیڅ ډول اختلاف پکې نه لری زیاته کړې ،سولې ته درسیدو لپاره باید په سیاسی حل لارو لټولو پسې شو .
د سورئې او سیمې له راتلونکی دملاتړ نومې سیمنار د پرله پسې دریم کال لپاره په بروکسل کې او د اروپائی اتحادئې په نوښت سره ترسره شوی دی .
په دغه نړیوال سیمنار کې دسورئې له ګاونډیو او مرسته کونکو هیوادونو څخه پر سیاسی اوفیصله برابرونکو چارواکو سربیره ، دسورئې اوسیمه ایز عالانو اودبشری حقوقو ډلو استازو هم شتون درلود. د اروپائی اتحادئې داعلان په اساس ، دسورئې بحران په داسې حال کې نهم کال ته وارد شوی ، چې څه دپاسه یولس میلیون سوریاوال انسانی مرستو ته ډیره اړتیا لری او څه دپاسه پنځه میلیون نورسوریا وال هم له سورئې کډه په سرشوی دی .