دیمن انصار ا...غورځنګ عادلانه سولې ته رسیدل غواړی
د یمن دانقلاب لوړې کمیټې مشر همداراز دالحدیده په باب هم ووئیل ، انصار ا...ولسی غورځنګ دسویډ دسټاکهم د سولې دموافقې په اساس عمل کول غواړی ، خو له الحدیده شاتګ په هغې معنا چې تیریګر هیوادونه ئې پروپیګنډه کوی ،ناممکن دی .
زمونږخبریال راپورراکړ د یمن د لوړې انقلابی کمیټې مشر محمد علی الحوثی ایسوشی ایټیډ پریس سره په خبرو کې سولې ته درسیدو لپاره دملی نجات حکومت جدیّت ته په اشارې سره وئیلی دی ، که دسعودی تیریګر ائیتلاف هماغه راز د زور خبره کوی ،نو انقلابی ځواک او ولس له لاسه به درنده څپیړه وخوری .
الحوثی له سولې څخه د ملی نجات حکومت موخه ، په یمن دتیریو پای او په دغه هیواد کې دقخطۍ د دوام مخنیوی وباله او د سولې له ملاتړو هیوادونو ئې وغوښتل ، دسعودی او دهغو دمتحدو تیریګر ائیتلاف دې اړباسی څو په دغې لارې کې خپل جدیّت ثابت کړی .
د یمن دانقلاب لوړې کمیټې مشر همداراز دالحدیده په باب هم ووئیل ، انصار ا...ولسی غورځنګ دسویډ دسټاکهم د سولې دموافقې په اساس عمل کول غواړی ، خو له الحدیده شاتګ په هغې معنا چې تیریګر هیوادونه ئې پروپیګنډه کوی ،ناممکن دی .
دیمن دملی نجات حکومت او دریاض دپلوی استازو د تیر دسمبر له شپږمې تر دیارلسمې نیټې په پورې دیمن دسولې دخبرواترو په څلورم پړاؤ کې د سویډ په سټاکهم کې د یمن په الحدیده کې داووربند په باب موافقه کړې ده . خو دسعودی عربستان په مشرۍ تیریګر ائیتلاف په الحدیده کې څه دپاسه زر ځله ددغه اوور بند خلاف ورزی کړې ده .