مصرعربی اتحادئې ته دسورئې دبیرته ستنیداهرکلی کوی
پر ترهه ګرو د سورئې د پوځ او ولس په بریالیتوب او دسورئې د نظام دبدلولو لپاره له هلوځلو د لویدیځی او عربی بهیر په نهیلیتوب سره ، عربی هیوادونو په دمشق کې دخپلو سفارتونو فعالیت بیرته پیل کړی دی . دغو هیوادونه د عربی اتحادئې په راتلونکی هغې غونډې کې دغې اتحادئې ته د سورئې دبیرته ګرځولو لپاره په هڅې کې دی ، چې ټاکل شوې ده ، په راتلونکو ورځو کې په تیونس کې ترسره شی .
دمصر خارجه وزیر سامح شکری بیګا عمان ته په سفر کې له عمان خبری آژانس سره په خبرو کې وئیلی دی ، قاهره اودمشق پیاوړی اوتل پاتې ا ړیکې لری او مصر عربی ا تحادئې ته د سورئې دبیرته ستنیدو لپاره هیڅ شرط نه لری .
په عربی اتحادئې کې دسورئې غړیتوب د ۲۰۱۱کال له نومبر راهسې په دغه هیواد کې د بحران په پیلیدا پسې دځینو غړو په دباؤ سره ځنډیدلی دی ، په دې توګه چې ځینو هیوادونو په دمشق کې خپل سفارتونه هم وتړل او یا ئې له سورئې سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې کمې کړې .
خو پر ترهه ګرو د سورئې د پوځ او ولس په بریالیتوب او دسورئې د نظام دبدلولو لپاره له هلوځلو د لویدیځی او عربی بهیر په نهیلیتوب سره ، عربی هیوادونو په دمشق کې دخپلو سفارتونو فعالیت بیرته پیل کړی دی . دغو هیوادونه د عربی اتحادئې په راتلونکی هغې غونډې کې دغې اتحادئې ته د سورئې دبیرته ګرځولو لپاره په هڅې کې دی ، چې ټاکل شوې ده ، په راتلونکو ورځو کې په تیونس کې ترسره شی .