دامریکااقدامات ددیکتاتورۍد ځوړتیاد ویرې نښې نښانې دی
دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په پنجشنبې شپې پخپل ټویټر پاڼې کې لیکلی دی،له دوه پنځوس کلونو وروسته اوس وخت رارسیدلی چې امریکا دجولان په لوړو داسرائیلو دحاکمیَت په بشپړ ډول په رسمیّت وپیژنی،چې د هغه دغه څرګندونې د نړۍپه سویه له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی .
مهر خبری آ ژانس راپورورکړ داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا په یولړ څرګندونو کې د سورئې په جولان سیمې دصهونیسټ رژیم دحاکمیّت له ادعا دامریکا دملاتړ په غبرګون کې وئیلی دی ، دامریکا بې پروا اقدامات، دځوړتیا په لور د دیکتاتورۍ دګړندۍ کیدا نښه ده .
جواد ظریف پخپل ټولنیز پیغام کې هم په دې خبرې په ټینګار سره چې امریکا پخپله په مینځنی ختیځ سیمې کې دبې ثباته سرچینه ده ،روښانه کړې ، واشنګټن دومره سربداله شوې ده چې فکر کوی د نړیوالو قوانینو خلاف ورزی ،د خپلواکه حاکمیّت لرونکو ملتونو سره سرزوری او د تر لاس لاندې حکومتونو لیشل دقدرت نښه ده ، خو په بشپړ تیروتی ده .
دایران خارجه وزیر زیاته کړې ،دامریکا بې پروا اقدامات ، یوازې د دمخ په ځوړتیا امپراطورۍ دویرې نښې نښانې دی .
دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په پنجشنبې شپې پخپل ټویټر پاڼې کې لیکلی دی،له دوه پنځوس کلونو وروسته اوس وخت رارسیدلی چې امریکا دجولان په لوړو داسرائیلو دحاکمیَت په بشپړډول په رسمیّت وپیژنی.چې د هغه دغه څرګندونې د نړۍ په سویه له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی .
دملګرملتو دسرمنشی مرستیال فرهان حق هم دټرمپ ددغو څرګندونو په غبرګون کې وئیلی دی ،مونږ د ملګروملتو ټولو ژمنو په تیره بیا دسورئې د جولان په باب پریکړو ته په بشپړ ډول ژمن یوو ، همداراز انګلستان،جرمنی پشمول زیاتره اروپائی هیوادونو هم د امریکا دولسمشر د غه څرګندونې داړۍ ګړۍ لامل بللی او وئیلی ئې دی باید په نړۍ کې د نیواکګرۍ اوسرزوریو په خلاف اقدامات وشی نه دا چې نیواکګری په رسمیّت وپیژندل شی.د اروپائی اتحادې دبهرنی سیاست د کمیشن دمشرې میرمن فډریکا موګرینی ویندوئې مایاکوتسیا نچیچ هم وئیلی دی ، دغه اتحادیه ، پر نیواکی جولان د اسرائیلو حاکمیّت په رسمیّت نه پیژنی .