په یمن دتیریو دریدا دعربستان دسټراټژیکوتیروتنو دجبرانیدا فرصت دی
په نړیوالو چارو کې د ایران داسلامی شورا دمشرځانګړی سلاکار ټینګار کړی،ایران هیڅکله هم دعراق، سورئې،مصر،عربستان اویا د بل هراسلامی هیواد پشمول داسلامی هیوادونو د ویشل کیدا هرکلی نه کوی او هیله مند دی،په تیرو څلورو کلونو کې دسعودیانو او اماراتیانو ستره تیروتنه،یعنی په یمن تیری پای ته ورسیږی.
په نړیوالو چارو کې د ایران د اسلامی شورا دمشر ځانګړی سلاکار نن زمونږخبریال سره په خبرو کې ووئیل دایران داسلامی جمهوریت په تیرو څلورو لسیزو کې بهرنی سیاست دا ؤ چې هڅه ئې کړې ، دعربستان وا کمنانو ته دا پیغام ورکړی ،ایران او عربستان په سیمې کې د دوو مهمو هیوادونو په توګه دوه اړخیز مشکلات ختمولی ، او په سیمې کې له تل پاتې سولې ،ثبات او امنیت سره مرسته کولی شی .
حسین امیر عبداللهیان روښانه کړې ده، د وروستیو کلونو په بدلونونو کې په سیمې کې له ترهه ګرۍسره په مبارزې کې،ایران د بدلونونو مثبت پلوۀ او له بده مرغه عربستان او ځینی متحدان ئې دبدلونونو منفی پلوۀ او د ترهه ګرو ملاتړی لوری ؤ .
هغه روښانه کړې،دسعودیانو سرزوری سیاست اوس له بل هرڅه زیات دسیمې له پتمنو ملتونو اوخپلواکه هیوادونو سره دښمنۍ او دصهونیسټ رژیم په څیر دتیریګرو په رسمیت پیژندنې ته متوجه دی .
امیر عبداللهیان ټینګار کړی،پر مظلومو فلسطینیانو په حملې او له صهونیسټ څخه په ملاتړکې دسعودی ولی عهد محمد بن سلمان څرګندونې یوه ستره وسټراټژیکه تیروتنه ده اوعربستان به په راتلونکی کې د امریکائی صهونیسټی نقشې سره دویشل کیدا په لور لاړ شی .
په نړیوالو چارو کې د ایران داسلامی شورا دمشر ځانګړی سلاکار ټینګار کړی،ایران هیڅکله هم دعراق،سورئې،مصر،عربستان اویا د بل هراسلامی هیواد پشمول داسلامی هیوادونو د ویشل کیداهرکلی نه کوی او هیله مند دی،په تیرو څلورو کلونو کې دسعودیانو او اماراتیانو ستره تیروتنه ،یعنی په یمن تیری پای ته ورسیږی.