د یمن خلکو د تیریګرۍ پرضد سترې مظاهرې وکړې
Mar 26, 2019 10:06 Asia/Kabul
-
دیمن خلکو په بیلابیلو ښارونو کښې پراخې مظاهرې پیل کړي دي .
فارس خبری اژانس وایی د یمن په میلیونونو خلکو نن د خپل هیواد پرضد د سعودی عربستان او دهغه د متحدانو د تیری له څلورمې (۴) کلیزې سره په یووخت چې د ملی مقاومت ورځ نومول شوی ده په پلازمینې صنعا او څو نوروولایتونو کښې سترې مظاهرې پیل کړې .
د یمن خلکو نن د پلازمینې صنعا په السبعین میدان او د صعده ، اب ، تعز ، البیضا ، الجوف ، ریمه ، الحدیده ، حجه او د ذمار ولایتونو په اصلی میدانونو کښې لاریونونه وکړل .
د یمن دانصار الله غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین الحوثی پرون په یوې (۱) وینا کښې د یمن په ملت غږ وکړ په خپل هیواد دتیری د پیل د څلورمې (۴) کلیزې مراسمو کښې پراخ او شرافتمدانه ګډون وکړی .
ټیګونه