د لیبیا حکومتی عسکرو د خلیفه حفتر ځواکونه تمبولی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81369-د_لیبیا_حکومتی_عسکرو_د_خلیفه_حفتر_ځواکونه_تمبولی
زمونږ خبریال وایی د لیبیا د ملی وفاق حکومت دکورنیو چارو وزیر فتحی باشاغا وویل حکومتی ځواکونو د «خلیفه حفتر »په مشرۍ د لیبیا دملی پوځ په نوم د ډلې ځواکونه د پلازمینې طرابلس له هوایی ډګر څخه وشړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2019 00:52 Asia/Kabul
  • لیبیا د امریکا او دځینو عربو او اروپايي هیوادونو په لاسوهنو سره له تاوتریخوالي او سیاسي بې ثباتۍ سره مخ ده .
    لیبیا د امریکا او دځینو عربو او اروپايي هیوادونو په لاسوهنو سره له تاوتریخوالي او سیاسي بې ثباتۍ سره مخ ده .

زمونږ خبریال وایی د لیبیا د ملی وفاق حکومت دکورنیو چارو وزیر فتحی باشاغا وویل حکومتی ځواکونو د «خلیفه حفتر »په مشرۍ د لیبیا دملی پوځ په نوم د ډلې ځواکونه د پلازمینې طرابلس له هوایی ډګر څخه وشړل .

هغه وویل د لیبیا حکومتی عسکر د طرابلس په جنوب کښې دجنګ  په ټولو چورلیزونو کښې دپرمختګ په حال کښی دی .

په عین حال کښې د لیبیا د پوځ د امنیتی او دپوځی ادارې مسول محمد القنیدی وویل خلیفه حفتر د سعودی عربستان ، دمتحده عربی اماراتو او د مصر په مالی او وسله والو ملاتړونو سره په پلازمینې طرابلس حمله کړی ده .

هغه وویل خلیفه حفتر سعودی عربستان ته له خپل سفر څخه وروسته فیصله وکړه چې په طرابلس برید وکړی .

لیبیا د امریکا او دځینو عربو او اروپایی هیوادونو په لاسوهنو سره له تاوتریخوالی او سیاسی بې ثباتۍ سره مخ ده .