د لیبیا حکومتی عسکرو د خلیفه حفتر ځواکونه تمبولی
-
لیبیا د امریکا او دځینو عربو او اروپايي هیوادونو په لاسوهنو سره له تاوتریخوالي او سیاسي بې ثباتۍ سره مخ ده .
زمونږ خبریال وایی د لیبیا د ملی وفاق حکومت دکورنیو چارو وزیر فتحی باشاغا وویل حکومتی ځواکونو د «خلیفه حفتر »په مشرۍ د لیبیا دملی پوځ په نوم د ډلې ځواکونه د پلازمینې طرابلس له هوایی ډګر څخه وشړل .
هغه وویل د لیبیا حکومتی عسکر د طرابلس په جنوب کښې دجنګ په ټولو چورلیزونو کښې دپرمختګ په حال کښی دی .
په عین حال کښې د لیبیا د پوځ د امنیتی او دپوځی ادارې مسول محمد القنیدی وویل خلیفه حفتر د سعودی عربستان ، دمتحده عربی اماراتو او د مصر په مالی او وسله والو ملاتړونو سره په پلازمینې طرابلس حمله کړی ده .
هغه وویل خلیفه حفتر سعودی عربستان ته له خپل سفر څخه وروسته فیصله وکړه چې په طرابلس برید وکړی .
لیبیا د امریکا او دځینو عربو او اروپایی هیوادونو په لاسوهنو سره له تاوتریخوالی او سیاسی بې ثباتۍ سره مخ ده .