د عربستان نورې ۳۳ تجارتی موسسې دیوالیه شوی
-
سعودي عربستان په تیر میلادي کال کښې د بودجې څه دپاسه ۵۲ میلیارډه ډالره خساره لرله .
ایرنا خبری اژانس وایی دسعودی عربستان الوطن ورځپاڼې وویل په دغه هیواد کښې درې دیرش(۳۳) تجارتی موسسې د دیوالیه کیدا په درشل کښې دی .
ویل کیږی چې د سعودی عربستان دغو درې دیرشو (۳۳)تجارتی موسسو د دیوالیه کیدا داعلانولو لپاره خپلې غوښتنې حکومت ته وړاندې کړی دی .
دغه راپور وایی چې په سعودی عربستان کښې د دیوالیه کیدا داعلان لپاره د وړاندې کړې شویو غوښتنو شمیر کابو دوه څلویښت(۴۲) فیصده زیات شوی دی .
مخکې دپیسو نړیوال صندوق ایی ایم ایف هم د جنورۍ میاشتې په راپور کښې اټکل کړی وو په روان میلادی کال کښې به د سعودی عربستان اقتصادی وده یواعشاریه اته فیصده کمه شی .
سعودی عربستان په تیر میلادی کال کښې د بودجې څه دپاسه ۵۲ میلیارډه ډالره خساره لرله .
دغه راز دبخښنې نړیوالې موسسې ایمنیسټی اینټرنیشنل وویل لویدیځ حکومتونه له سعودی عربستان سره د خپلو تجارتی اړیکو او دوسلو د تړونونو د ساتلو په دلیل د ریاض په جنایتونو سترګې پټوی .
دبخښنې نړیوالې موسسې د سعودی عربستان قضایه اداره د بشری حقوقو له دوسیو سره په چلند کښې د خپلواکۍ او شفافیت په نلرلو تورنه کړه او ویې ویل د خبریال جمال خاشقجی د وژلې د شپږو (۵)میاشتو له تیریدا وروسته تراوسه د عدالت د تحقق او یا د نړیوالې پلټنې د اجرا کیدا لپاره هیڅ حقیقی نښه نشته .