فلسطینیان باید داسرائیلو اندیښنې ختمې کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81373-فلسطینیان_باید_داسرائیلو_اندیښنې_ختمې_کړی
زمونږخبریال وایی د عمان خارجه وزیر یوسف بن علوی په ناڅاپه او عجیبه څرګندونو کښې د فلسطین له خلکو وغوښتل صهیونیسټ رژیم ته ډاډ ورکړی په مینځنی ختیځ کښې هیڅ خطر تل ابیب ته ګواښ نه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2019 01:35 Asia/Kabul
  •  اسرائیل د خپل راتلونکي په هکله ډاډمن نه دی او دامنیت احساس نه کوي .
    اسرائیل د خپل راتلونکي په هکله ډاډمن نه دی او دامنیت احساس نه کوي .

زمونږخبریال وایی د عمان خارجه وزیر یوسف بن علوی په ناڅاپه او عجیبه څرګندونو کښې د فلسطین له خلکو وغوښتل صهیونیسټ رژیم ته ډاډ ورکړی په مینځنی ختیځ کښې هیڅ خطر تل ابیب ته ګواښ نه کوی .

هغه په اردن کښې داقتصاد په نړیوالې غونډې کښې دغه راز ټینګار وکړ عرب هیوادونه باید د صهیونیسټ رژیم په وړاندې په ډاډ وړ اقداماتو او موافقو سره ددغه رژیم اندیښنې ختمې کړی .

دعمان خارجه وزیر له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو دعادی کولو لپاره د عربو هیوادونو دمشرانو د هڅې په توجیه کښې وویل اسرائیل د خپل راتلونکی په هکله ډاډمن نه دی او دامنیت احساس نه کوی ځکه چې په سیمه کښې د خپل ژوند دوام په هکله ډاډ نلری .

له صهیونیسټ رژیم سره داړیکو د عادی کولو لپاره  دعمان او د سعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو او د بحرین په شمول د ځینو عربو هڅه په داسې حال کښې ده چې دغه رژیم کلونه کلونه کیږی د فلسطین د خلکو په ځپلوسربیره ډیرې اسلامی او عربی سیمې نیولی دی .

دغه راز په یمن او سوریې کښې کړکیچ صهیونیسټی جرړه لری