دیمن ولس دسعودی تیریګرائیتلاف دجنایتونو په محکومیت کې سترې مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81614-دیمن_ولس_دسعودی_تیریګرائیتلاف_دجنایتونو_په_محکومیت_کې_سترې_مظاهرې_وکړې
دآل سعود رژیم په مشرۍسعودی ائیتلاف د ۲۰۱۸کال داپریل په نولسمه نیټه د یمن په لویدیځ کې ددغه هیواد لوړې سیاسی شورا د وخت دمشر صالح الصماد پرکاروان بمباری وکړه چې له امله ئې هغه او دهغه شپږملګری شهیدان شوی وو .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 19, 2019 10:12 Asia/Kabul
  • دیمن ولس دسعودی تیریګرائیتلاف دجنایتونو په محکومیت کې سترې مظاهرې وکړې

دآل سعود رژیم په مشرۍسعودی ائیتلاف د ۲۰۱۸کال داپریل په نولسمه نیټه د یمن په لویدیځ کې ددغه هیواد لوړې سیاسی شورا د وخت دمشر صالح الصماد پرکاروان بمباری وکړه چې له امله ئې هغه او دهغه شپږملګری شهیدان شوی وو .

فارس خبری اژانس راپورورکړ د یمن په لسګونو زره خلکو نن یوځل بیا  دیمن په صنعا کې ددغه هیواد د لوړې سیاسی شورا دپخوانی مشر صالح الصماد  دعکسونو په اوچتولو اودسعودی عربستان اوامریکا په ضد په شعارونو ورکولو سره سره  په یمن دسعودی ائیتلاف  دتیریو دوام په کلکه محکوم کړ .

 دآل سعود رژیم په مشرۍ سعودی ائیتلاف د ۲۰۱۸کال  داپریل په نولسمه نیټه   د یمن په لویدیځ کې ددغه هیواد لوړې سیاسی شورا د وخت دمشرصالح الصماد پرکاروان بمباری وکړه چې له امله ئې هغه اودهغه شپږملګری شهیدان شوی وو .

آل سعود رژیم او دهغو متحدانو کابو له څلورو کلونوراهسې د یمن د لسګونو زره  بې ګناه او بې څوکه خلکو وینه توی کړی،خو ددغه هیواد دولس  دکلک مقاومت په دلیل تردې دمه نه دی توانیدلی،خپلو سپیروموخو ته ورسیږی .