امریکا په یمن کې د جنګ دوام غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81683-امریکا_په_یمن_کې_د_جنګ_دوام_غواړی
بدرالدین الحوثی وئیلی ، دیمن د خلکو دفاعی اقدام یو روا اوقانونی اقدام دی او هغه څه چې دتیریګرو ائیتلاف ئې کوی ، دیمن په داخلی چارو کې لاسوهنې حسابیږی . عربستان باید ومنی چې له مونږ سره په احترام سره تعامل ولرل شی او له خپلو سپیرو نیّتونو لاس په سر شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2019 02:07 Asia/Kabul
  • امریکا په یمن کې د جنګ  دوام غواړی

بدرالدین الحوثی وئیلی ، دیمن د خلکو دفاعی اقدام یو روا اوقانونی اقدام دی او هغه څه چې دتیریګرو ائیتلاف ئې کوی ، دیمن په داخلی چارو کې لاسوهنې حسابیږی . عربستان باید ومنی چې له مونږ سره په احترام سره تعامل ولرل شی او له خپلو سپیرو نیّتونو لاس په سر شی .

  دیمن دانصار ا... ولسی غورځنګ  عمومی منشی عبدالمالک بدرالدین  الحوثی  پرون  په ټیلیوژنی  خبرو کې  په دې په ټینګار سره چې    په میدان کې دخلکو پراخ شتون،  دیوه ملت  دتل پاتې اواتلوالو دریځونو  یوتعبیر  دی ، ووئیل ، دتیریو  په پنځمې کلیزې  کې  دیمن د خلکو مقاومت  دتیریګرو  ماته ګڼل کیږی .

 الحوثی  ددې خبرې په کولو سره چې   په یمن دسعودیانو دتیریو  د وخت  اوږدیدا  دملت پر ثبات اوتل پاتیکیدا هیڅ اغیزې  نه  دی شیندلی ووئیل ،  دتیریګرو زیات غوښتنه  له ماتې سره یو ځای شوی ده .  بدرالدین الحوثی  وئیلی ، دیمن د خلکو دفاعی اقدام  یو  روا اوقانونی اقدام دی  او هغه څه چې دتیریګرو ائیتلاف  ئې کوی ، دیمن په داخلی چارو کې  لاسوهنې حسابیږی . عربستان باید ومنی چې  له مونږ سره  په احترام سره تعامل ولرل شی او له  خپلو سپیرو نیّتونو لاس په سر شی .