دیمن درست مخالفان دې دملی نجات حکومت سره ملګرتیا وکړی
دیمن په پلازمینې صنعا کې په فندک چوک کې دیمن د مدافعاتو په لاس د امریکا دپرمختللی ټانک د سوځولو سمبولیک ماډل جوړ شوی دی .
المسیره ټیلیویژنی چینل راپورورکړ د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام دیمن د قومی،قبایلی،کلتوری سیاسی شخصیتونو اوقوماندانانو اوافسرانو پشمول دیمن دملی نجات دحکومت درستو مخالفانو ته بلنه ورکړې د وطن غیږې ته دې بیرته ستانۀ شی او د یمن دملی نجات له حکومت سره دې ملګرتیا وکړی .
بل خبر داچې دیمن په پلازمینې صنعا کې په فندک چوک کې دیمن د مدافعاتو په لاس د امریکا دپرمختللی ټانک د سوځولوسمبولیک ماډل جوړ شوی دی .
د یمن د پوځ ویندوی یحیی سریع بیګا په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی،دمقاومتی ځواک په پراخو یرغلیزو عملیاتو کې ددغه هیوادپه جنوب کې د الضالع ولایت الحشاء ولسوالۍ له ترهه ګرو پاکه شوی او امنیت ئې تامین شوی دی .
هه زیاته کړې،دالحشاء مهم ښار دپاکونې په عملیاتوکې چې له درو چورلیزونو اجرا شوی ، دسعودی عربستان په لسګونو تالی څټی ماموران هلاک شوی دی .
همداراز له یمنه یو بل خبر وائی،دیمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو په قاصف دوه ډوله بې پیلوټه الوتکې سره دیمن په جنوب کې په عدن ولایت کې د اماراتی ځواک قوماندانی بمباری کړی،چې تردې دمه ئې لازیات جزیات نه دی خپرۀ شوی خو ویل کیږی ، چې یو شمیر مرګ ژوبلې ئې اړولی دی .