وحدت اومقاومت دامریکادپیړۍله معاملې سره دفلسطنیانودمقابلې یوازینۍلاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81823-وحدت_اومقاومت_دامریکادپیړۍله_معاملې_سره_دفلسطنیانودمقابلې_یوازینۍلاره_ده
خالد البطش دداخلی اختلافاتو او ډل بندیو دختمیدو او دملی وحدت دتحقق په ضرورت ټینګارکړی او وئیلی ئې دی،دا دپیړۍ دمعاملې له امریکائی اوصهونیسټی پلان سره دمقابلې یوازینۍ او غوره لاره ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2019 10:02 Asia/Kabul
  • وحدت اومقاومت دامریکادپیړۍله معاملې سره دفلسطنیانودمقابلې یوازینۍلاره ده

خالد البطش دداخلی اختلافاتو او ډل بندیو دختمیدو او دملی وحدت دتحقق په ضرورت ټینګارکړی او وئیلی ئې دی،دا دپیړۍ دمعاملې له امریکائی اوصهونیسټی پلان سره دمقابلې یوازینۍ او غوره لاره ده .

زمونږخبریال راپورراکړ د فلسطین داسلامی جهادغورځنګیوه لوړپوړی مشرخالد البطش نن په یولړڅرګندونوکې ټینګار کړی دپیړۍ دمعاملې  دامریکا ئی پلان موخه،دنورو سلو کلونو یعنی دیوې بلې پیړۍ لپاره دصهونیست رژیم   نیواکګرۍ تثبیتول دی .

  هغه  روښانه کړې،دفلسطین دملت  په ضد د پیړۍ  دمعاملې ستره دسیسه  دځینو نړیوالو لورو په ملګرتیا سره له دغه نیواکګر او تیریګر رژیم سره   د هغوی د ګټو او اړیکود  له مینځه تلو په ویرې سره  ترسره کیږی .

 خالد البطش دداخلی اختلافاتو او ډل بندیو د ختمیدو او دملی وحدت دتحقق په ضرورت ټینګار کړی او وئیلی ئې دی،دا د پیړۍ دمعاملې  له امریکائی او صهونیسټی پلان سره  دمقابلې یوازینۍ اوغوره لاره ده .

د پیړۍد معاملې امریکائی پلان په ا ساس،قدس شریف صهونیسټ رژیم ته سپارل کیږی،په نورو هیوادونو کې دیرهدیره فلسطینی کډوال به دبیرته ستنیدا حق ونه لری او فلسطین به  یوازې  غزې تړانګه او داردن سین  دلویدیځی غاړې پاتې برخې ولری .

دپیړۍدمعاملې دپلان په چوکاټ کې،دامریکاولسمشر ډونالډټرمپ د۲۰۱۷کال ددسمبر په شپږمه نیټه  دقدس نیواکی ښار دجعلی صهونیسټی رژیم دپلازمینې په توګه معرفی کړ او د امریکا سفارت ئې هم له  تل ابیبه قدس ته منتقل کړ .