عربستان داسرائیلود ګټو په لړ کښې هڅه پیل کړی ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81842-عربستان_داسرائیلود_ګټو_په_لړ_کښې_هڅه_پیل_کړی_ده
زمونږ خبریال راپور راکړی په رام الله کښې د اردن استازی د امریکا د پیړۍ د معاملې د پلان دمنلو لپاره د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس ته د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د لس(۱۰) میلیارډه ډالرو د وړاندیز خبر ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2019 07:18 Asia/Kabul
  • ال سعود رژیم په تیرو میاشتو  کښې له نیواکګرو اسرائیلیانو سره داړیکو دعادي کولو لپاره هڅې زیاتې کړي دي .
    ال سعود رژیم په تیرو میاشتو کښې له نیواکګرو اسرائیلیانو سره داړیکو دعادي کولو لپاره هڅې زیاتې کړي دي .

زمونږ خبریال راپور راکړی په رام الله کښې د اردن استازی د امریکا د پیړۍ د معاملې د پلان دمنلو لپاره د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس ته د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د لس(۱۰) میلیارډه ډالرو د وړاندیز خبر ورکړ

«الاخبار» ورځپاڼې د اردن خارجه وزارت ته په رام کښې الله د امان (Aman)داستازی په استول شویو راپورونو استناد سره وویل د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په تیرې فرورۍ میاشت کښې په ریاض کښې د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو له مشر محمود عباس سره په کتنې کښې ویلی وو د امریکا د پیړۍ د معاملې له پلان سره ددغو تشکیلاتو د موافقت په بڼه کښې به محمود عباس ته په لسو (۱۰) کلونو کښې لس(۱۰) میلیارډه ډالر ورکړل شی .

د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس هم د سعودی عربستان دولیعهد محمد بن سلمان له دغه وړاندیز سره دمخالفت په ترڅ کښې وویل دامریکا د پیړۍ د معاملې له  پلان سره د فلسطین دخلکو پراخو مخالفتونوته په پام سره له دغه پلان سره هرډول موافقت به زما سیاسی ژوند پاې ته ورسوی .

محمود عباس دغه راز د فلسطین له کورواکه تشکیلاتو د مالی ملاتړ په هکله د محمد بن سلمان د وړاندیز په هکله وویل د صهیونیسټ میشته ښارګیو او په نیواکی قدس کښې د دوو(۲) حکومتونو د لارو چارو په هکله اسرائیلوته  امتیاز نشی ورکولی .

دامریکا د معاملې د پیړۍ د سپیره پلان د تحقق لپاره د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان هڅې په داسې حال کښې دی چې ال سعود رژیم په تیرو میاشتو  کښې له نیواکګرو اسرائیلیانو سره داړیکو دعادی کولو لپاره هڅې زیاتې کړی دی .