عربستان داسرائیلود ګټو په لړ کښې هڅه پیل کړی ده
-
ال سعود رژیم په تیرو میاشتو کښې له نیواکګرو اسرائیلیانو سره داړیکو دعادي کولو لپاره هڅې زیاتې کړي دي .
زمونږ خبریال راپور راکړی په رام الله کښې د اردن استازی د امریکا د پیړۍ د معاملې د پلان دمنلو لپاره د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس ته د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د لس(۱۰) میلیارډه ډالرو د وړاندیز خبر ورکړ
«الاخبار» ورځپاڼې د اردن خارجه وزارت ته په رام کښې الله د امان (Aman)داستازی په استول شویو راپورونو استناد سره وویل د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په تیرې فرورۍ میاشت کښې په ریاض کښې د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو له مشر محمود عباس سره په کتنې کښې ویلی وو د امریکا د پیړۍ د معاملې له پلان سره ددغو تشکیلاتو د موافقت په بڼه کښې به محمود عباس ته په لسو (۱۰) کلونو کښې لس(۱۰) میلیارډه ډالر ورکړل شی .
د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس هم د سعودی عربستان دولیعهد محمد بن سلمان له دغه وړاندیز سره دمخالفت په ترڅ کښې وویل دامریکا د پیړۍ د معاملې له پلان سره د فلسطین دخلکو پراخو مخالفتونوته په پام سره له دغه پلان سره هرډول موافقت به زما سیاسی ژوند پاې ته ورسوی .
محمود عباس دغه راز د فلسطین له کورواکه تشکیلاتو د مالی ملاتړ په هکله د محمد بن سلمان د وړاندیز په هکله وویل د صهیونیسټ میشته ښارګیو او په نیواکی قدس کښې د دوو(۲) حکومتونو د لارو چارو په هکله اسرائیلوته امتیاز نشی ورکولی .
دامریکا د معاملې د پیړۍ د سپیره پلان د تحقق لپاره د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان هڅې په داسې حال کښې دی چې ال سعود رژیم په تیرو میاشتو کښې له نیواکګرو اسرائیلیانو سره داړیکو دعادی کولو لپاره هڅې زیاتې کړی دی .