عربستان د اسرائیلو په اوزار بدل شوی
-
د سعودي عربستان واکمنان په یمن ، په فلسطین او سیمه کښې د خلکو پرضد جنایتونه کوي .
تسنیم خبری اژانس وایی د لبنان دحزب الله غورځنګ د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم وویل سعودی عربستان نن سبا د صهیونیسټ نیواکګر رژیم د پلانونو په مالی او اجرایی اوزار بدل شوی دی .
هغه پرون وویل سعودی عربستان دسیمې د ورانونکو وسلو او مهماتو لګښت ورکوی چې صهیونیسټ رژیم قدرتمن پاتې شی .
د لبنان دحزب الله دمشر مرستیال شیخ نعیم قاسم زیاته کړه د اسرائیلو له شخړې د ژغورنې یوازنۍ لاره خپلو ټاټوبو او کورونو ته دفلسطین دخلکو ورستنیدل دی او له دې پرته بله هره لاره د وخت ضایع کول دی .
هغه په نړۍ کښې د امریکا د سلطې په مخالفو هیوادونو د واشنګټن دباونو او بایکاټونو ته په اشارې سره وویل د نورو هیوادونو پرضد دامریکا بایکاټونه د اسرائیلو د ګټو نه جلا کیدونکی برخه ده او باید ورسره مقابله وشی .
شیخ نعیم قاسم د سعودی عربستان د اوودیرشو(۳۷) ښاریزو اعدام ته هم اشاره وکړه او ویې ویل دغه اقدام ددې ښودنه کوی چې د سعودی عربستان واکمنان په یمن ، په فلسطین او سیمه کښې د خلکو پرضد جنایتونه کوی .
دلبنان دحزب الله دمشر مرستیال شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ سعودی عربستان د امریکا دپیړۍ د معاملې د پلان نه جلا کیدونکی برخه ده او ددغه معاملې سریزه له اسرائیلو سره د اړیکو عادل کول دی چې سعودی عربستان او د فارس خلیج ځینې عرب هیوادونه یې تعقیبوی .