دسوریې عسکرو په ترهګرو بریدونه وکړل
-
په سوریې کښې ترهګرو ډلو ماتی خوړلی ده او د تښتې په حال کښې دی .
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې پوځ پرون د ادلب ولایت په جنوب لویدیځ کښې د «جسر الشغور» ښار په خوا کښې په «تپه خطاب» او« المنطار »سیمه کښې د حزب الترکستانی ترهګرې ډلې په مرکزونو بریدونه وکړل چې په ترڅ کښې یې یوشمیر ټروریستان هلاک او ژوبل شوی .
د سوریې عسکرو د حماه سیمې په شمال کښې هم د جبهه النصره او د حزب الترکستانی ترهګرو ډلو په مرکزونو د راکټونو او د توپونو ډزې وکړې او له کبله یې یوشمیر ټروریسټان هلاک شول .
دسوریې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د سعودی عربستان د امریکا د فرانسې ، د متحده عربی اماراتو او دنورو عربو اواروپایی هیوادونو د ملاتړ وړ ترهګروډلو په پراخ یرغل سره د صهیونیسټ رژیم په ګته دسیمې د معادلاتو دبدلولو په هدف سره پیل شوی چې اوس هم دوام لری .
په سوریې کښې ترهګرو ډلو ماتی خوړلی ده او د تښتې په حال کښې دی .