عربستان د وژل شویو کسانو کورنۍ وګواښلې
-
په سعودي عربستان کښې په تیرو پینځو(۵) میاشتو کښې د یوسل څلورو (۱۰۴)کسانو سرونه په تورو سره غوڅ کړې شوي دي .
ایرنا خبری اژانس وایی دسعودی عربستان رژیم د اودیرشو(۳۲) کسانو چې اعدام شوی دی کورنیو ته د نیولو ګواښ ورکړ .
دسعودی عربستان چارواکو د اودیرشو(۳۷) اعدام شویو کسانو کورنیو ته ګواښ وکړ که چیرې په ټولنیزو اینټرنیټ سایټونو ، دختم په مراسمو ، عمومی غونډو یا نړیوالو موسسو کښې د خپلوانو د اعدامیدا د څرنګوالی په هکله کومه خبره وکړی نو وبه نیول شی .
په سعودی عربستان کښې د اعدام شویو کسانو د مړیو او یا دنورو نیول شویو کسانو دبرخلیک په هکله پوښتنه جرم اومنع ده .
د سعودی عربستان چارواکو د اودیرشو(۳۷) اعدام شویو کسانو په کورنیو سخت دباو اچولی دی چې دهغوې د ختم مراسم ترسره نکړی .
دسعودی عربستان دیکتاتور رژیم چې په ټوله دنیا کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او مرسته کونکی دی د اپریل دمیاشتې په درویشتمه (۲۳) نیټه په ترهګرو فعالیتونو کښې دګډون په چټی پلمه د اودیرشو(۳۷) بې ګناه کسانو چې ځینې پکښې هلکان وو سرونه په تورې سره ووهل .
په سعودی عربستان کښې په تیرو پینځو(۵) میاشتو کښې د یوسل څلورو (۱۰۴)کسانو سرونه په تورو سره غوڅ کړې شوی دی .