عربستان د وژل شویو کسانو کورنۍ وګواښلې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81908-عربستان_د_وژل_شویو_کسانو_کورنۍ_وګواښلې
ایرنا خبری اژانس وایی دسعودی عربستان رژیم د اودیرشو(۳۲) کسانو چې اعدام شوی دی کورنیو ته د نیولو ګواښ ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2019 07:04 Asia/Kabul
  • په سعودي عربستان کښې په تیرو پینځو(۵) میاشتو کښې د یوسل څلورو (۱۰۴)کسانو سرونه په تورو سره غوڅ کړې شوي دي .
    په سعودي عربستان کښې په تیرو پینځو(۵) میاشتو کښې د یوسل څلورو (۱۰۴)کسانو سرونه په تورو سره غوڅ کړې شوي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی دسعودی عربستان رژیم د اودیرشو(۳۲) کسانو چې اعدام شوی دی کورنیو ته د نیولو ګواښ ورکړ .

دسعودی عربستان چارواکو د اودیرشو(۳۷) اعدام شویو کسانو کورنیو ته ګواښ وکړ که چیرې  په ټولنیزو اینټرنیټ سایټونو ، دختم په مراسمو ، عمومی غونډو یا نړیوالو موسسو کښې د خپلوانو د اعدامیدا د څرنګوالی په هکله کومه خبره وکړی نو وبه نیول شی .

 په سعودی عربستان کښې د اعدام شویو کسانو د مړیو او یا دنورو نیول شویو کسانو دبرخلیک په هکله  پوښتنه جرم اومنع ده .

د سعودی عربستان چارواکو د اودیرشو(۳۷) اعدام شویو کسانو په کورنیو سخت دباو اچولی دی چې دهغوې د ختم مراسم ترسره نکړی .

دسعودی عربستان دیکتاتور رژیم چې په ټوله دنیا کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او مرسته کونکی دی د اپریل دمیاشتې په درویشتمه (۲۳) نیټه په ترهګرو فعالیتونو کښې دګډون په چټی پلمه د اودیرشو(۳۷) بې ګناه کسانو چې ځینې پکښې هلکان وو سرونه په تورې سره ووهل .

په سعودی عربستان کښې په تیرو پینځو(۵) میاشتو کښې د یوسل څلورو (۱۰۴)کسانو سرونه په تورو سره غوڅ کړې شوی دی .