دسوریې عسکرو دترهګرو مرکزونه ویجاړ کړل
-
د سوریې پوځ دغه راز له پاتې شویو ترهګرو د حلب ښار د الانذرات سیمې د پاکولو په حال کښې دی .
تسنیم خبری اژانس وایی د سوریې پوځ د ادلب (Idlib)ښار په خوا کښې د جبهه النصره ترهګرې ډلې مرکرونه تباه کړل .
د ادلب په خوا کښې د جبهه النصره ترهګرې ډلې پرضد د سوریې دپوځ په عملیاتو کښې ګڼ شمیر ترهګر هلاک شول .
د سوریې پوځ د پلازمینې دمشق په خوا کښې له ترهګرو د معلولا او د الرحیبه دوو(۲) سیمو د پاکولوخبر ورکړ .
د سوریې پوځ دغه راز له پاتې شویو ترهګرو د حلب ښار د الانذرات سیمې د پاکولو په حال کښې دی .
دسوریې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د صهیونیسټ رژیم په ګټه د سیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره د امریکا ، دسعودی عربستان د انګلستان د فرانسې د متحده عربی اماراتو وغیره تر ملاتړ لاندې دترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره پیل شوی چې اوس هم دوام لری .
د سوریې پوځ څه موده مخکې دایران د اسلامی جمهوریت د پوځی سلاکارانو په مرستې او د روسیې په ملاتړ سره وتوانید دهیواد ډیرې سیمې د داعش ترهګرې ډلې له نیواک څخه ازادې کړی .