نهه نیم سوه سوري کډوال خپل وطن ته ستانه شول
May 20, 2019 03:05 Asia/Kabul
په سوریې کښې د روسیې د پخلاینې مرکز له ګاونډي هیوادونو څخه خپل وطن ته د ۹۵۰ شامي کډوالو د ستنیدو خبر ورکړی دی.
تسنیم خبري آژانس لیکلي دي چې په سوریې کښې د روسیې د پخلاینې مرکز پرون وویل: په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې ۴۰۸ تنه شامي کډوال له لبنان څخه او ۵۵۹ نور له اردن څخه سوریې ته راغلي دي.
ترهګرو ته په ماتې ورکولو او په سوریې کښې د نسبي امنیت په ټینګولو کښې د دغه هیواد د پوځ په بریا سره، شامي کډوال خپلو کورونو ته په ستنیدو دي.
ټیګونه