دپیړۍ معامله یو خائن او رذیل پلان دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82416-دپیړۍ_معامله_یو_خائن_او_رذیل_پلان_دی
ډاکټر لاریجانی روښانه کړې ، په بحرین کې د فلسطینی ضد غونډې ترسره کیداد هغو ټولو هیوادنو لپاره یوننګ اوپیغور دی،چې په دغې ناځوانمردانه غونډې کې ګډون کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2019 09:58 Asia/Kabul
  • دپیړۍ معامله  یو  خائن او رذیل پلان دی

ډاکټر لاریجانی روښانه کړې ، په بحرین کې د فلسطینی ضد غونډې ترسره کیداد هغو ټولو هیوادنو لپاره یوننګ اوپیغور دی،چې په دغې ناځوانمردانه غونډې کې ګډون کوی .

  ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د ایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی نن په څرګندې غونډې کېدقدس نړیوالې ورځې  ته په اشارې سره ووئیل،په اوسنیو شرائطو کې د فلسطین  په وړاندې د مستکبرانو له خوا له شیطنته ډک خوځښتونه  دترسره کیدا په حال کې دی،چې باید ددغو خوځښتونو په وړاندې ځیر اوهوښیار ووسو 

  ډاکټر لاریجانی روښانه کړې،په بحرین کې د فلسطینی ضد غونډې ترسره کیدادهغو ټولو هیوادنو لپاره یوننګ اوپیغور دی،چې په دغې ناځوانمردانه غونډې کې ګډون کوی .

 د بحرین کنفرانس چې دپیړۍ دمعاملې لومړنۍ مرحله به وی، ټاکل شوې ده،د جون په ۲۵ او۲۶نیټه  دبحرین په منامې کې ترسره شی .

 دایران داسلامی شورا مشر ټینګار کړی،د قدس په نړیواله ورځ به،دنړۍ آزادی غواړی،د فلسطین دملت په ضد دمستکبرانوجنایتونو ته پریکنده ځواب ورکړی .

 دروژې دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعې ورځ د اسلامیانقلاب دارواښاد بنسټګرحضرت امام خمینیپه نوښت سره د قدس نړیواله ورځ نومول شوې ده .دغه ورځ دایران په شمول  دنړۍ  په ګوټ ګوټ کې  په ډیر پرتم او ولولې سره لمانځل کیږی .