په عمان سمندر کې پر دوو تیلی کشتیو حمله شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82768-په_عمان_سمندر_کې_پر_دوو_تیلی_کشتیو_حمله_شوې
د ایران دهرمزګان ولایت د بندرونو او سمندر کچ کونې د ادارې عمومی مدیر ادهم رضواني زمونږ خبریال ته په خبرو کې وئيلي دي ، ددغو تیلی کشتیو څلور څلویښت کسیزه عمله د هرمزګان دسمندري مرستندویه اوژغورونکي مرکز په غږملتیا سره دایران په جنوب کې جاسک بندر ته منتقل کړائ شوي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 13, 2019 08:42 Asia/Kabul
  • په عمان سمندر کې پر دوو تیلی کشتیو حمله شوې

د ایران دهرمزګان ولایت د بندرونو او سمندر کچ کونې د ادارې عمومی مدیر ادهم رضواني زمونږ خبریال ته په خبرو کې وئيلي دي ، ددغو تیلی کشتیو څلور څلویښت کسیزه عمله د هرمزګان دسمندري مرستندویه اوژغورونکي مرکز په غږملتیا سره دایران په جنوب کې جاسک بندر ته منتقل کړائ شوي دي .

العالم ټيلیویژني چینل راپورورکړ  د عمان ځاي سرچینو وئيلي دي  په عمان سمندر کې د اوومو تیلو پر دوو سترو کشتیو  حملې شوي چې ځینو سرچینو وئيلي دي دغه  تیلی کشتۍ دمتحده عربی اماراتو دي .

راپورښئ  دغه تیلی کشتۍ  فارس خلیج ته  اومۀ تیل صادروي .

دپاکستان ځاي سرچینو هم   په عمان سمندر کې د سترو چاودنو دغږ دآوریدو خبره کړې او وئيلی ئې  له دغو چاودنو وروسته  د تیلی کشتیو  د عملې له خوا د پاکستان او عمان  له بندرونو د مرستې غوښتنه شوې ده

 دخبر تر مخابیره کیدا پورې  ددغې پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې .

وروستی راپورونه ښئ چې  د ایران   دهرمزګان ولایت د بندرونو او سمندر کچ کونې د ادارې   عمومی مدیر ادهم رضواني  زمونږ خبریال ته  په خبرو کې وئيلي دي ، ددغو  تیلی کشتیو  څلور څلویښت کسیزه عمله  د هرمزګان  دسمندري مرستندویه  اوژغورونکي مرکز په غږملتیا سره  دایران په جنوب کې  جاسک بندر ته منتقل کړائ شوي دي .

 هغه وئيلی هغه کشتۍ چې د الجزایر په بیرغ سره  په مارشل ټاپوګانو کې  روانه وه ، د قطر  له الرویس بندره ئې  دتایوان په لور د  اتانول  جوپه ئې بار کړې وه او کابو لس منټه کم نهه بجې  له پیښې سره مخ شوه  او  د هرمزګان  سمندري او بندرونو دچارو د مرستندویه مرکز په غږملتیا سره ئې  درویشت تنه  عمله  د ماکوګانو په وسیله وژغورل شوه .  رضواني وئيلي دوهمه کشتۍ  هم  چې د پاناما حکومت  په بیرغ سره  روانه وه ، له عربستانه ئې  دسنګاپور په لور  د مټانولو جوپه بار کړې وه ،  په لسم  لس بجې  له پيښې  سره مخ شوي چې  د غه کشتۍ هم د هرمزګان د مرستندویه مرکز په غږملتیااود  ماکوګانو په وسیلې  سره ئې  یویشت کسیزه عمله  وژغورل شوه .