د سوریې پوځیانو له ترهګرو یو کلی ازاد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83875-د_سوریې_پوځیانو_له_ترهګرو_یو_کلی_ازاد_کړ
زمونږ خبریال وایی د سوریې پوځ پرون بریالی شو ددغه هیوا د په لویدیځ کښې دحماه ولایت په شمال کښې« العربین» کلی له جبهه النصره ترهګرې ډلې ازاد کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 07, 2019 01:26 Asia/Kabul
  • په سوریې کښې نورې ترهګرې ډلې هم د ماتي په درشل کښې دي .
    په سوریې کښې نورې ترهګرې ډلې هم د ماتي په درشل کښې دي .

زمونږ خبریال وایی د سوریې پوځ پرون بریالی شو ددغه هیوا د په لویدیځ کښې دحماه ولایت په شمال کښې« العربین» کلی له جبهه النصره ترهګرې ډلې ازاد کړی .

د سوریې عسکرو په دغو عملیاتو کښې د جبهه النصره ترهګرې ډلې یوشمیر کسان مړه او ژوبل کړل .

دسوریې په لویدیځ کښې د حماه او په شمال کښې ادلب ولایتونه په دغه هیواد کښې دترهګرو ډلو اخری مرکزونه دی .

د سوریې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د صهیونیسټ رژیم په ګټه د سیمې د معادلاتو د بدلولولپاره د امریکا د سعودی عربستان دانګلستان اود نورو عربو او اروپایی هیوادونو تر ملاتړ لاندې ترهګروډلو په پراخ یرغل سره پیل شو .

د سوریې پوځ د ایران داسلامی جمهوریت د پوځی سلاکارانو په مرستې او د روسیې په ملاتړ سره وتوانید په دغه هیواد کښې داعش ترهګرې ډلې ته سخته ماتی ورکړی .

په سوریې کښې نورې ترهګرې ډلې هم د ماتی په درشل کښې دی .