دیمن پوځ د عربستان په عسکرو برید کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83878-دیمن_پوځ_د_عربستان_په_عسکرو_برید_کړی
زمونږخبریال وایی د یمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا په هیواد کښې د سعودی عربستان دائتلاف تیریو او جنایتونو ته په ځواب کښې د سعودی عربستان په جنوب کښې ددغه هیواد د ګوډاګیانو په مرکزونو توغندوی برید وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 07, 2019 02:11 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان هم له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې دیمن دخلکو پرضد حملو  او بمباریو ته دوام ورکړی دی .
    سعودي عربستان هم له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې دیمن دخلکو پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی دی .

زمونږخبریال وایی د یمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا په هیواد کښې د سعودی عربستان دائتلاف تیریو او جنایتونو ته په ځواب کښې د سعودی عربستان په جنوب کښې ددغه هیواد د ګوډاګیانو په مرکزونو توغندوی برید وکړ .

د یمن پوځ او ولسی کمیتیو وویل د سعودی عربستان په جنوب کښې په عسیر ولایت کښې یې په «مجازه الغربیه» سیمه کښې د سعودی عربستان دګوډاګیانو په مرکزونو د دریو (۳) زلزال یو ډوله توغندیو بریدونه کړی دی .

دیمن پوځ او ولسی کمیټیو دغه راز د سعودی عربستان په جنوب کښې په نجران کښې په السدین سیمه کښې د سعودی عربستان د ګوډاګیانو په مرکز د دوو (۲) نورو زلزال یو ډوله توغندیوحمله هم کړی ده .

دیمن سرچینو وویل په دغو بریدونو کښې دسعودی عربستان ګوډاګیانو ته  سخت تاوانونه رسیدلی دی .

سعودی عربستان هم له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې د امریکا د انګلستان د متحده عربی اماراتو داردن د اسرائیلو او د ځینونورو هیوادونو په مرستې سره دیمن دخلکو پرضد حملو  او بمباریو ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې تراوسه په لسګونو زره خلک مړه او ژوبل شوی دی او په میلیونو نور کډوال شوی هم دی .