د یمن عسکرو د عربستان لس ګوډاګیان هلاک کړی
-
سعودي عربستان له امریکا ، انګلستان، اسرائیلو ، متحده عربي اماراتو او اردن وغیره سره یوځاې دیمن دخلکو پرضد بې شمیر جنایتونه او ظلمونه کړي دي .
زمونږخبریال وایی دسعودی عربستان په جنوب کښې په جیزان سیمه کښې د یمن د پوځ او دولسی کمیټیو د سنیپرانو (snipers) په حملو کښې د عربستان لس(۱۰) ګوډاګیان ووژل شول .
د یمن عسکرو د عربستان د جیزان سیمې د الدود په لوړو کښې په تیرو څو ساعتونو کښې د عربستان دغه لس (۱۰) ګوډاګیان هلاک کړی دی .
دیمن پوځ او ولسی کمیټیو دغه راز وړمه شپه د سعودی عربستان دائتلاف تیریو ته په ځواب کښې د عربستان په جنوب کښې په جیزان کښې په «المستحدث» کیمپ کښې د عربستان په عسکرو زلزال یوډوله دوه(۱) بلاسټیک توغندی وویشتل چې له کبله یې په لسګونو عسکر او ګوډاګیان هلاک یا ژوبل شوی دی .
دیمن دفاع وزیر محمد ناصر العاطفی څه موده مخکې ټینګار کړی وو چې د تیریګرو پرمخ د جهنم دروازې خلاصې شوی دی .
سعودی عربستان له امریکا ، انګلستان، اسرائیلو ، متحده عربی اماراتو او اردن وغیره سره یوځاې دیمن دخلکو پرضد بې شمیر جنایتونه او ظلمونه کړی دی او ددغه هیواد په لسګونو زره خلک یې وژلی او په میلیونونو نور یې کډوال کړی هم دی.