سوریه به زر له ترهګرو ډلو پاکه شی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84124-سوریه_به_زر_له_ترهګرو_ډلو_پاکه_شی
زمونږ خبریال وایی د سوریې ولسمشر بشار اسد په ادلب (Idlib,) ولایت کښې د پوځ وروستیو بریاو ته په اشارې سره وویل دغه بریالیتوبونه ثابتوی چې د سوریې ملت او پوځ د خپلې خاورې د ازادولو لپاره له ترهګرو سره مقابلې ته هوډمن دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2019 01:51 Asia/Kabul
  • په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مرستې ترکیه ، سعودي عربستان ، امریکا ، انګلستان  اردن ، اسرائیل او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه کوي .
    په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مرستې ترکیه ، سعودي عربستان ، امریکا ، انګلستان اردن ، اسرائیل او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه کوي .

زمونږ خبریال وایی د سوریې ولسمشر بشار اسد په ادلب (Idlib,) ولایت کښې د پوځ وروستیو بریاو ته په اشارې سره وویل دغه بریالیتوبونه ثابتوی چې د سوریې ملت او پوځ د خپلې خاورې د ازادولو لپاره له ترهګرو سره مقابلې ته هوډمن دی .

د سوریې ولسمشر بشار اسد پرون د دیمیتری سابلین په مشرۍ د روسیې له یوه(۱) پلاوی سره په کتنې کښې وویل له دې سره سره چې د ترکیې په شمول  د نړۍ او دسیمې ځینې هیوادونه اوس هم له ترهګرو ډلو سره مرستې کوی خو د پوځ د بریالیتونو بهیر هماغه راز دوام لری .

بشار اسد وویل له ترهګرو د ترکیې نامحدود ملاتړ ټولو ته ثابت شوی دی .

د روسیې پلاوی هم په دغه کتنې کښې له ترهګرو سره په جنګ کښې د سوریې د پوځ د بریالیتوبونو په هکله مبارکی وویله .

په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مرستې ترکیه ، سعودی عربستان ، امریکا ، انګلستان  اردن ، اسرائیل او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی .