په عراق کښې د اسرائیلو لاسوهنه خطرناکه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84140-په_عراق_کښې_د_اسرائیلو_لاسوهنه_خطرناکه_ده
زمونږخبریال وایی د عراق د ولسی بسیج ځواک د اطلاعاتو مدیر مهند العقابی پرون له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل په عراق کښې د اسرائیلو لاسوهنه ډیره خطرناکه ده او هغه څه چې په راتلونکی کښې به رامینځته شی لا خطرناک وی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 22, 2019 01:29 Asia/Kabul
  •  عراق د تیر وخت په شان نه دی او په کامل ډول دځان د دفاع توان لري .
    عراق د تیر وخت په شان نه دی او په کامل ډول دځان د دفاع توان لري .

زمونږخبریال وایی د عراق د ولسی بسیج ځواک د اطلاعاتو مدیر مهند العقابی پرون له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل په عراق کښې د اسرائیلو لاسوهنه ډیره خطرناکه ده او هغه څه چې په راتلونکی کښې به رامینځته شی لا خطرناک وی .

هغه وویل په عراق کښې د الحشد الشعبی ولسی ځواک په مرکزونو د حملو پلان داسرائیلو په اوزارونو سره د امریکا پلان دی .

مهند العقابی ډاګینه کړه دعراق ولسی بسیج ځواک الحشد الشعبی باوری اطلاعات لری چې د اسرائیلو بې پایلوټه الوتکې د اذربایجان جمهوریت له  خاورې عراق ته ورننوتلی دی .

د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ مشر قیس الخزعلی ټینګار وکړ عراق د تیر وخت په شان نه دی او په کامل ډول دځان د دفاع توان لری .