په عراق کښې د اسرائیلو لاسوهنه خطرناکه ده
Aug 22, 2019 01:29 Asia/Kabul
-
عراق د تیر وخت په شان نه دی او په کامل ډول دځان د دفاع توان لري .
زمونږخبریال وایی د عراق د ولسی بسیج ځواک د اطلاعاتو مدیر مهند العقابی پرون له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل په عراق کښې د اسرائیلو لاسوهنه ډیره خطرناکه ده او هغه څه چې په راتلونکی کښې به رامینځته شی لا خطرناک وی .
هغه وویل په عراق کښې د الحشد الشعبی ولسی ځواک په مرکزونو د حملو پلان داسرائیلو په اوزارونو سره د امریکا پلان دی .
مهند العقابی ډاګینه کړه دعراق ولسی بسیج ځواک الحشد الشعبی باوری اطلاعات لری چې د اسرائیلو بې پایلوټه الوتکې د اذربایجان جمهوریت له خاورې عراق ته ورننوتلی دی .
د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ مشر قیس الخزعلی ټینګار وکړ عراق د تیر وخت په شان نه دی او په کامل ډول دځان د دفاع توان لری .
ټیګونه