قطر اوترکیه دسورئې پشمول د سیمې دشخړو سوله ایزحل غواړی
شیخ تمیم د یمند یووالی او وحدت پر ساتنې او د ملګروملتو دپریکړه لیکونو او د هغو موافقو په اساس چې له تر مخکې پورې د یمن والو لورو ترمینځ شوی دی ،ددغه هیواد دبحران دسیاسی حل پر لازموالی ټینګار وکړ .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې پخپلې وینا کې وئیلی دی ، د سورئې دشخړې دفوری حل وخت رارسیدلی دی . رجب طیب اردوغان پخپلې وینا کې په دې خبرې په ټینګار سره چې ملګری ملتونه په تیره بیا امنیت شورا جرړه ایزو اصلاحاتو ته اړتیا لری ، ووئیل ، د سورئې دبحران دحل وخت چې د څه دپاسه یومیلیون انسانانو د وژلې او د څه دپاسه دولس میلیونو سوریاوالو دکوچیدا لامل شوی ، رارسیدلی دی .
اردوغان روښانه کړې دسورئې مځکنۍ بشپړتیا باید وساتل شی او ددغه هیواد داساسی قانون کمیټی باید خپل کار پیل کړی .
د ترکیې ولسمشر همداراز دخپلې وینا په بلې برخې کې دې ته په ا شارې سره چې په سورئې کې دایمی حل لاره د ترهه ګرو ډلو له نابودۍ پرته هیڅ امکان نه لری ، وئیلی دی ، باید د هغه څه په علت د مهاجرت د نوی څپې چې د سورئې په شمال کې په ادلب ولایت کې رامینځةکیږی ، مخنیوی وشی .
همداراز دقطر ا میر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی هم په عمومی اسمبلۍ کې پخپلې وینا کې ددې خبرې په کولو سره چې د سورئې دبحران د پای وخت رارسیدلی دی ووئیل ددغه هیواد خلک باید دخپل برخلیک په ټاکنې کې له خپل حقه استفاده وکړی . هغه په عین حال کې جوته کړې، په سیمې کې تاؤتریخوالی د هیچا په ګټه نه دی، اودقطر د ظالمانه کلابندۍ لیرې کیدا او غیر مشروط خبرې اترې دفارس خلیج د بحران یوازینۍ حل لاره ده .
شیخ تمیم د یمند یووالی او وحدت پر ساتنې او د ملګروملتو دپریکړه لیکونو او د هغو موافقو په اساس چې له تر مخکې پورې د یمن والو لورو ترمینځ شوی دی ،ددغه هیواد دبحران د سیاسی حل پر لازموالی ټینګار وکړ . دقطر امیر همدرااز صهیونیسټ رژیم له خوا د فلسطین د ټاټوبی د نیواک دوام او د غزې تړانګې کلابندی هم د نړیوالو پریکړه لیکونو خلاف ورزی وبلله .