د سوریې پوځیان د منبج ښار ته ورننوتل
-
د ترکیې پوځ له تیرو څو ورځو راهسې د سوریې په شمالي سیمو پوځي تیری او یرغل پیل کړی .
زمونږ خبریال وایی دسوریې پوځ پرون د دغه هیواد دشمال په نښتو کښې د عمل نوښت په لاس کښې د اخیستلو لپاره په حلب ولایت کښې منبج(Manbij,) ښار ته ورننوت .
د سوریې پوځ د ترکیې د پوځ له تیریو سره د مقابلې لپاره د هیواد د شمال په لور حرکت کړی دی .
د سوریې کردانو هم پرون له ترکیې سره د سوریې په سرحد کښې د حکومتی عسکرو د دیره کولو لپاره د دمشق له حکومت سره د موافقې خبر ورکړ .
د دغه موافقې پراساس د سوریې پوځ به د دغه هیواد په شمال کښې د عفرین ښار په شمول د ټولو سرحدی سیمو کنټرول په لاس کښې واخلی .
په دغه موافقې سره د سوریې حکومتی عسکر عفرین ، عین العرب (کوبانی ) عین عیسی ، طبقه او منصوره ښارونو ته ورننوځی .
خبری سرچینو وویل له نن څخه به د سوریې عسکر له ترکیې سره په سرحد کښې دیره شی او کرد ځواکونه به د سوریې د عسکرو د دیره کیدا د لیکو شاته شاتګ وکړی .
د سوریې د کردانو د کورواکه سیمې ادارې ټینګار وکړ چې د ترکیې له تیری سره د مقابلې لپاره دسوریې کردانو له مرکزی حکومت سره چې دنده یې د هیواد د واکمنۍ د حق او دسرحدونو ساتل دی موافقه کړی ده .
د ترکیې پوځ له تیرو څو ورځو راهسې د سوریې په شمالی سیمو پوځی تیری او یرغل پیل کړی دی او ډیر عادی خلک یې وژلی هم دی .