د سوریې پوځیان د منبج ښار ته ورننوتل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85219-د_سوریې_پوځیان_د_منبج_ښار_ته_ورننوتل
زمونږ خبریال وایی دسوریې پوځ پرون د دغه هیواد دشمال په نښتو کښې د عمل نوښت په لاس کښې د اخیستلو لپاره په حلب ولایت کښې منبج(Manbij,) ښار ته ورننوت .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2019 01:19 Asia/Kabul
  • د ترکیې پوځ له تیرو څو ورځو راهسې د سوریې په شمالي سیمو پوځي تیری او یرغل پیل کړی .
    د ترکیې پوځ له تیرو څو ورځو راهسې د سوریې په شمالي سیمو پوځي تیری او یرغل پیل کړی .

زمونږ خبریال وایی دسوریې پوځ پرون د دغه هیواد دشمال په نښتو کښې د عمل نوښت په لاس کښې د اخیستلو لپاره په حلب ولایت کښې منبج(Manbij,) ښار ته ورننوت .

د سوریې پوځ د ترکیې د پوځ له تیریو سره د مقابلې لپاره د هیواد د شمال په لور  حرکت کړی دی .

د سوریې کردانو هم پرون له ترکیې سره د سوریې په سرحد کښې د حکومتی عسکرو د دیره کولو لپاره د دمشق له حکومت سره د موافقې خبر ورکړ .

د دغه موافقې پراساس د سوریې پوځ به د دغه هیواد په شمال کښې د عفرین ښار په شمول د ټولو سرحدی سیمو کنټرول په لاس کښې واخلی .

په دغه موافقې سره د سوریې حکومتی عسکر عفرین ، عین العرب (کوبانی )  عین عیسی ، طبقه او منصوره ښارونو ته ورننوځی .

خبری سرچینو وویل له نن څخه به  د سوریې عسکر له ترکیې سره په سرحد کښې دیره شی او کرد ځواکونه به  د سوریې د عسکرو د دیره کیدا د لیکو شاته  شاتګ وکړی .

د سوریې د کردانو د کورواکه سیمې ادارې ټینګار وکړ چې د ترکیې له تیری سره د مقابلې لپاره دسوریې کردانو له مرکزی حکومت سره چې دنده یې د هیواد د واکمنۍ د حق او دسرحدونو ساتل دی  موافقه کړی ده .

د ترکیې پوځ له تیرو څو ورځو راهسې د سوریې په شمالی سیمو پوځی تیری او یرغل پیل کړی دی او ډیر عادی خلک یې وژلی هم دی .