د فلسطین موضوع ته په اسلامی نړۍکې بې پامی کیږی
د ایران د اسلامی شورا مشر زیاته کړې ،البته په اسلامی نړۍ کې ځینی مشکلات په آسانۍ سره نه حل کیږی،ځکه چې جاهلان اجازت نه ورکوی ، خو باید د خبرواترو او تعامل لاره دوام ومومی .
ایرنا خبری اژانس راپورورکړ د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی بیګا دصربستان په پلازمینې بلګراد کې د نړیوالو پارلیمانونو د ټولنې د یوسل یو څلویښتمې غونډې په څنډې کې د اسلامی هیوادونو دپارلیمانونو د ټولنې له عمومی منشی محمد قریشی نیاس سره په کتنې کې په دې خبرې کولو سره چې د اسلامی نړۍ په پیښو او شخړو کې فلسطین ته بې پامی کیږی ،وئیلی دی ، داسلامی هیوادونو دپارلیمانونو ټولنه باید دفلسطین د غږ رسونکی شی .
ډاکټر لاریجانی په دغې کتنې کې وئیلی داسلامی هیوادونو اقتصادی پیوندونو پراختیا، د هغوی پر سیاسی هلوځلو هم مثبتې اغیزې شیندی او دښمنی او سیالۍ به په ملګرتیا او مشارکت بدلې کړی .
د ایران د اسلامی شورا مشر زیاته کړې ، البته په اسلامی نړۍ کې ځینی مشکلات په آسانۍ سره نه حل کیږی ، ځکه چې جاهلان اجازت نه ورکوی ، خو باید د خبرواترو او تعامل لاره دوام ومومی .
د اسلامی هیوادونو دپارلمانونو د ټولنې عمومی منشی هم ددغې ټولنې د کړچار او کړنو په باب چې مرکز ئې په تهران کې دی ، دیوه راپور په وړاندې کولو سره وئیلی دی ، د اسلامی هیوادونو د پارلیمانونو د ټولنې کمیشنونه اوکمیټې د راتلونکی کال تر عمومی اسمبلۍ مخکې پورې فعاله کیږی . محمد قریشی د ځوانانو بیروزګاری ، بشری حقوق،ترهه ګری او افراط پالنه ددغې ټولنې د کمیټیو غوره عنوانونه وبلل .