د فلسطین موضوع ته په اسلامی نړۍکې بې پامی کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85254-د_فلسطین_موضوع_ته_په_اسلامی_نړۍکې_بې_پامی_کیږی
د ایران د اسلامی شورا مشر زیاته کړې ،البته په اسلامی نړۍ کې ځینی مشکلات په آسانۍ سره نه حل کیږی،ځکه چې جاهلان اجازت نه ورکوی ، خو باید د خبرواترو او تعامل لاره دوام ومومی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 15, 2019 11:25 Asia/Kabul
  •   د فلسطین موضوع ته په اسلامی نړۍکې بې پامی کیږی

د ایران د اسلامی شورا مشر زیاته کړې ،البته په اسلامی نړۍ کې ځینی مشکلات په آسانۍ سره نه حل کیږی،ځکه چې جاهلان اجازت نه ورکوی ، خو باید د خبرواترو او تعامل لاره دوام ومومی .

ایرنا خبری اژانس راپورورکړ  د ایران  د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی بیګا  دصربستان په پلازمینې بلګراد کې د نړیوالو پارلیمانونو د ټولنې   د یوسل یو څلویښتمې غونډې  په څنډې کې  د اسلامی هیوادونو دپارلیمانونو د ټولنې له عمومی منشی محمد قریشی نیاس سره په کتنې کې  په دې خبرې کولو سره چې  د اسلامی نړۍ په پیښو او شخړو کې  فلسطین ته بې پامی کیږی ،وئیلی دی ، داسلامی هیوادونو دپارلیمانونو ټولنه  باید  دفلسطین د غږ رسونکی شی .

 ډاکټر لاریجانی   په  دغې کتنې کې وئیلی  داسلامی هیوادونو  اقتصادی پیوندونو پراختیا، د هغوی پر سیاسی  هلوځلو هم  مثبتې  اغیزې شیندی  او  دښمنی او سیالۍ  به په ملګرتیا او مشارکت بدلې کړی .

 د ایران د اسلامی شورا مشر زیاته کړې ، البته په اسلامی نړۍ کې ځینی  مشکلات  په آسانۍ سره نه حل کیږی ، ځکه چې  جاهلان  اجازت نه ورکوی ، خو باید   د خبرواترو او  تعامل لاره دوام ومومی .

 د اسلامی هیوادونو دپارلمانونو د ټولنې عمومی منشی  هم ددغې  ټولنې  د کړچار او کړنو په باب  چې مرکز ئې په تهران کې دی ، دیوه راپور په وړاندې کولو سره وئیلی  دی ، د اسلامی هیوادونو د پارلیمانونو  د ټولنې کمیشنونه اوکمیټې  د راتلونکی کال تر عمومی اسمبلۍ مخکې پورې  فعاله کیږی . محمد قریشی  د ځوانانو بیروزګاری ، بشری حقوق،ترهه ګری او افراط پالنه  ددغې ټولنې د  کمیټیو  غوره  عنوانونه وبلل .