د سعودي د ختيځ د تېلو په چاڼځي کښې چاودنه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85272-د_سعودي_د_ختيځ_د_تېلو_په_چاڼځي_کښې_چاودنه
د سعودي د تېلو ملي شرکت آرامکو،د د غه هېواد په ختيځ کښې د تېلو په يو چاڼځي کښې د چاودنې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 16, 2019 03:12 Asia/Kabul
  • د سعودي د ختيځ د  تېلو په چاڼځي کښې چاودنه

د سعودي د تېلو ملي شرکت آرامکو،د د غه هېواد په ختيځ کښې د تېلو په يو چاڼځي کښې د چاودنې خبر ورکړ.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د سعودي د تېلو ملي شرکت پرون وويل، الجبيل نومې د تېلو چاڼځي کښې د چاودنې له امله لږ تر لږه دوه تنه کارکونکي مړۀ او دوه نور ژوبل شول.

ځينو رسنيو په دغه پېښه کښې د اتلسو تنو د وژل کېدو خبر ورکړے دے.

د چاودنې د علتونو په باره کښې لا زيات معلومات نه ي خپارۀ شوي.