امریکاپه سورئې کې په سلګونو ځانګړی پوځیان ساتی
د سورئې چارواکو تل ټینګار کړی دی ، چې په دغه هیواد کې د امریکا پوځی شتون غیر قانونی او د دمشق د قانونی حکومت له اجازت پرته دی او باید له دغه هیواده سملاسی خپل عسکر وباسی .
روئیټرز خبری آژانس راپورورکړی،د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر بیګا په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی،د سورئې په حلب ولایت کې له عین العرب (کوبانی)ښار څخه ددغههیواد دپوځ وتل به احتمالا په یوې اونۍ فرصت کې بشپړ شی .
دامریکا دفاع وزیر زیاته کړې،کله چې له سورئې د امریکائی پوځ ول بشپړ شی ،نو دامریکاپوځ به په سورئې کې خپل کابو شپږ سوه پوځیان وساتی .
سپینې ماڼۍ تیر کال وئیلی وو چېله سورئې د امریکائی پوځیانو له وتلو وروسته به په دغه هیواد کې د سوله ساتی ځواک په توګه یوازې دوه سوه ماموران پاتې شی ډونالډټرمپ په همدا روستیو کې په سورئې کې د زرو امریکائی عسکرو دپاتیکیدو خبر ه کړې ده .
داپه داسې حال کې دی چې د سورئې په پوله ایزو سیمو کې له کله چې د امریکا ئی پوځیانو وتل پیل شوی، د ترکیې پوځ هم په همدغو سیموله امریکائی ولسمشر ټرمپ سره د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له ټیلیفونی مشورو وروسته حمله کړې چې یولړ شکونه ئې رامینځةکړی دی .
د سورئې چارواکو تل ټینګار کړی دی،چې په دغه هیواد کې د امریکا پوځی شتون غیرقانونیاو د دمشق د قانونی حکومت له اجازت پرته دیاو باید له دغه هیواده سملاسی خپل عسکر وباسی .