په عراق کښې درې بم چاودنې شوی دی
ایرنا خبری اژانس وایی د عراق په پلازمینې بغداد کښې بیګا درې (۳) زوروې چاودنې شوی دی .
ویل کیږی دوې (۲)بم چاودنې په عراق کښې د اعتراضیه غونډو د ترسره کولو ځاې یعنی د بغداد التحرایر میدان ته نږدې شوی دی او دریمه (۳) بم چاودنه هم د بغداد په «خلانی» میدان کښې شوی ده .
په دغو دریو (۳) بم چاودنو کښې تراوسه دوه (۲) کسان وژل شوی او دولس(۱۲) نور ژوبل شوی دی .
د بغداد په شمول د عراق بیلابیلې سیمې په تیرو څو ورځو کښې د حملو ، ډزو او دبم چاودنو کتونکی دی .
د عراق چارواکو ویلی دی په پلازمینې بغداد او نورو سیمو کښې دغه حملې ، بم چاودنې او ډزې د فتنې د رامینځته کولو په هدف سره ترسره کیږی .
په عراق کښې د خلکو مظاهرې په داسې حال کښې هماغه راز دوام لری چې حکومت په تیره یوه (۱) میاشت کښې د اعتراض کونکو د غوښتنو د پوره کولو په چورلیز سره څلور(۴) وړاندیزی پکیجونه وړاندې کړی دی .
په عراق کښې د خلکو په مظاهرو او اعتراضونو کښې متحده عربی امارات، سعودی عربستان ، امریکا ، اسرائیل او انګلستان لاسونه لری .
د عراق د بصرې پولیسو هم ویلی دی چې سعودی عربستان ، صهیونیسټ رژیم او متحده عربی امارات په مظاهرو کښې رول لری .