په نیواکی فلسطین کښې سیاسی کړکیچ دوام لری
د اسرائیلو د شین او د سپین(Blue and White) ګوند مشر او د صهیونیسټ رژیم د کابینې د جوړولو مسول بینی ګانټس(Benny Gantz) بیګا د دغه رژیم مشر رووین ریولین (Reuven "Ruvi" Rivlin) ته وویل د کابینې په جوړولو کښې ناکامه دی .
د اسرائیلو اوسنی لومړی وزیر او د لیکوډ ګوند مشر بنیامین نتانیاهو او د شین او د سپین ګوند مشر بینی ګانټس د ائتلافی کابینې د جوړولو په هدف سره یوه (۱) غونډه وکړه خو له کومې نتیجې پرته پاې ته ورسیدله .
د صهیونیسټ رژیم مشر رووین ریولین په تیرې یکشنبې له بنیامین نتانیاهو او بینی ګانټس څخه غوښتی وو د اختلافاتو په ختمولوسره د کابینې د جوړولو لپاره موافقې ته ورسیږی .
بینی ګانټس تر بیګا شپې پورې د کابینې دجوړولو لپاره فرصت درلود .
دصهیونیسټ رژیم مشر رووین ریولین د اکتوبر دمیاشتې په یویشتمه (۲۱) نیټه د حکومت په جوړولو کښې د اوسنی لومړی وزیر نتانیاهو له ماتی وروسته د پارلمانی انتخاباتو بریالی کس بینی ګانټس د کابینې دجوړولو په کار ګمارلی وو .