د فرانسې ولسمشر د ترهه ګرۍ ملاتړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86202-د_فرانسې_ولسمشر_د_ترهه_ګرۍ_ملاتړی_دی
د ترکیې خارجه وزیر زیاته کړې ، ځینی غواړی ، چې دسورئې په شمال کې یو ترهه ګر حکومت جوړ کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2019 04:21 Asia/Kabul
  • د فرانسې ولسمشر د ترهه ګرۍ ملاتړی دی

د ترکیې خارجه وزیر زیاته کړې ، ځینی غواړی ، چې دسورئې په شمال کې یو ترهه ګر حکومت جوړ کړی .

 د ترکیې  آناتولی خبری آژانس راپورورکړی ،  دترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو پرون ناوخته   د ترکیې  د پارلیمان د استازو په ټول کې  په یولړ څرګندونو کې  د سورئې په شمال کې د انقرې دپوځی عملیاتو په باب د فرانسې د ولسمشر  آمانوئل ماکرون  دڅرګندونو په غبرګون کې  وئیلی دی ، د فرانسې  حکومت   په  دوامدار ډول  د ترهه ګرو کوربه دی .

 د ترکیې خارجه وزیر زیاته کړې ، ځینی  غواړی ، چې  دسورئې په شمال کې یو ترهه ګر حکومت جوړ کړی .

 د فرانسې  ولسمشر آمانوئل ماکرون  په پاریس کې د ناټو موسسې له عمومی منشی ینتس سټولتنبرګ  سره په ګډ خبری کنفرانس کې وئیلی ، ترکیه چې د  سورئې په شمال کې ددغه هیواد  د کردانو  د وائی پی جی ډلې   او پی وائی ډی ائیتلاف  ځواکونو په ضد  ئې پوځی عملیات پیل کړی دی ،باید په تمه ونه ووسی ،  چې  د ناټو غړی هیوادونه  له ترکیې سره د پیوستون اعلان وکړی.

 دا په داسې حال کې دی چې د سورئې  حکومت هم په کرتو د دغه هیواد په شمال کې د ترکیې پوځی  عملیات  ښکاره  تیری بللی او وئیلی ئې دی ،باید درست تیریګر ځواکونه د سورئې له  خاورې ووځی او دسورئې دسرحدونو ساتل  د سورئې  د  حکومت او پوځ  دنده ده .