دعراق پوځ د الحشد الشعبی ولسی مبارز غورځنګ بشپړ ملاتړکوی
د عراق د ولسی مبارز ځواک د کمزوری کولو لپاره د ځینو سیاسی ډلو له هڅې سره په یو وخت د الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک مرستیال ابومهدی المهندس په دې خبرې په ټینګار سره چې دغه ولسی مبارز ځواک له پوځ سره مټ په مټ له فتنه ګرو سره د مقابلې لپاره تیار دی ، هیله ښودلې ، حکومت د اعتراض کونکو غوښتنې پوره کړی .
زمونږ خبریال راپورراکړ د عراق د پوځ دعمومی قوماندان ویندوی عبدالکریم خلف پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره له داعش ترهه ګرې ډلې سره په مبارزې کې د الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک بریالی کړچار ته په اشارې سره وئیلی دی ، دغه مبارز ځواک د وسلوال ځواک د عمومی قوماندان په توګه د لومړی وزیر تر امر لاندې دی او ټاکل شوې نه ده چې له بغداده ووځی .
له دې مخکې ځینو رسندویو وئیلی وو ، چې لوړپوړو چارواکو له بغداده د الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک د وتلو فرمان صادر کړی دی .