نتانیاهو د کابینې د جوړولو هیڅ چانس نلری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86474-نتانیاهو_د_کابینې_د_جوړولو_هیڅ_چانس_نلری
زمونږ خبریال وایی د صهیونیسټ رژیم د لیکوډ ګوند لوړرتبه غړی جدعون ساعر وویل لومړی وزیر نتانیاهو به حتی دپارلمان له دریم (۳) ځل انتخاباتو وروسته هم د کابینې د جوړولو جوګه نه وی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 11, 2019 01:47 Asia/Kabul
  • نتانیاهو د کابینې د جوړولو هیڅ چانس نلری

زمونږ خبریال وایی د صهیونیسټ رژیم د لیکوډ ګوند لوړرتبه غړی جدعون ساعر وویل لومړی وزیر نتانیاهو به حتی دپارلمان له دریم (۳) ځل انتخاباتو وروسته هم د کابینې د جوړولو جوګه نه وی .

د اسرائیلو د لیکوډ ګوند لوړرتبه غړی او په دغه ګوند کښې د بینامین نتانیاهو انتخاباتی سیال جدعون ساعر پرون وویل که چیرې په یوه (۱) کال کښې په اسرائیلو کښې د دریم (۳) ځل لپاره نور انتخابات وشی لومړی وزیر نتانیاهنو به بیا هم د دې جوګه نه وی چې ائتلافی کابینه جوړه کړی .

هغه وویل چې زه به  له  نتانیاهو سره د سیالۍ لپاره د لیکوډ ګوند د مشرۍ لپاره کاندید شم او د نوی کابینې دجوړولو وس هم لرم .

نن د اسرائیلو د نوی لومړی وزیر د معرفی کولو لپاره د پارلمان فرصت پاې ته رسیږی خو ددغه رژیم پارلمان هم نه دی بریالی شوی چې نوی لومړی وزیر معرفی کړی .

له دې مخکې د اسرائیلو اوسنی لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او د شین او دسپین ائتلاف مشر بنی ګانټس هم نه وو توانیدلی چې نوی کابینه جوړه کړی .

داسې ښکاری چې په نیواکی ټاټوبو یعنی اسرائیلو کښې له سیاسی بندون څخه د وتلو لپاره د پارلمان د دریمو (۳) انتخاباتو ترسره کول په اجنډا کښې شامل شی .