د بحرین رژیم دوه ځوانان لس کاله بندی کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86570-د_بحرین_رژیم_دوه_ځوانان_لس_کاله_بندی_کړی
زمونږ خبریال وایی د ال خلیفه رژیم فرمایشی محکمې پرون د بحرین دوه (۲) ځوانان د سیاسی فعالیتونو په تور لس (۱۰)کاله په زندان محکوم کړل .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 15, 2019 05:43 Asia/Kabul
  • د بحرین رژیم دوه ځوانان لس کاله بندی کړی

زمونږ خبریال وایی د ال خلیفه رژیم فرمایشی محکمې پرون د بحرین دوه (۲) ځوانان د سیاسی فعالیتونو په تور لس (۱۰)کاله په زندان محکوم کړل .

د بحرین د بشری حقوقو مرکز بیګا  دغه حکم ته په غبرګون کښې د یوې  (۱) بیانیې په خپرولو  سره په ال خلیفه رژیم غږ وکړ د خلکو د حقوقو خلاف ورزۍ او له بندیانو سره بد چلند پاې ته ورسوی .

د بحرین د بشری حقوقو مرکز دغه راز په نړیوالو ټولنو هم غږ وکړ چې په دغه هیواد کښې د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ او په تیره بیا په زندانونو کښې د ناروغه بندیانو د مشکلاتو او ورسره د بدو چلندونو  په هکله په خپل مسولیت عمل وکړی .

د ال خلیفه رژیم فرمایشی محکمې تل د بحرین انقلابیان په چټی تورونو لګولو سره د هغوې تابعیت لغوه کوی ، یا یې اعدام او پانسی کوی او  یا یې تر اوږدې مودې پورې زندانی کوی .

د بحرین خلک له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د ال خلیفه دیکتاتور رژیم پرضد پاڅون ته دوام ورکوی .

د بحرین خلک د ازادۍ او د عدالت د ټینګیدا او د توپیر د ختمیدا او په هیواد کښې د خلکو په رایو سره د یوه(۱) منتخب حکومت واک ته د رسیدا غوښتنه کوی خو ال خلیفه رژیم د سعودی عربستتان او د متحده عربی اماراتو د عسکرو او پولیسو په مرستې سره د خلکو اعتراضونه په سخته ځپی .

د بشری حقوقو سرچینې وایی بحرین چې په مینځنی ختیځ کښې ترټولو کوچنی هیواد  دی ترټولو زیات سیاسی بندیان لری .