الحشدالشعبي د خپلو قوماندانانو د شهيدېدو خبر تکذيب کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87013-الحشدالشعبي_د_خپلو_قوماندانانو_د_شهيدېدو_خبر_تکذيب_کړ
د عراق ولسي رضاکار فورس الحشدالشعبي نن سحر د بغداد په شمال کښې د امريکې په ډرون حمله کښې د دغه فورس د يو شمېر قوماندانانو د شهادت په اړه په رسنيو کښې خپور شوے خبر دروغ وبلۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2020 04:09 Asia/Kabul
  • الحشدالشعبي د خپلو قوماندانانو د شهيدېدو خبر تکذيب کړ

د عراق ولسي رضاکار فورس الحشدالشعبي نن سحر د بغداد په شمال کښې د امريکې په ډرون حمله کښې د دغه فورس د يو شمېر قوماندانانو د شهادت په اړه په رسنيو کښې خپور شوے خبر دروغ وبلۀ.

د سومريه نيوز ټي وي چېنل د رپوټ له مخې الحشدالشعبي د بغداد په شمال د امريکې په ډرون حمله کښې  د خپلو قوماندانانو شبل الزيدي، حامدالحزائري او رائدالکروي د شهيدېدو خبر رد کړ.

له دې مخکښې رسنيو ادعا وکړه چې د بغداد په شمال کښې د امريکې له فوځي اډې سره نزدې په يوه هوائي حمله کښې د الحشدالشعبي نوموړي قوماندان ووژل شول.

جنرل الجزائري هم له سومريه نيوز سره په مرکه کښې د دغه ګمراه کونکي خبر په ردولو سره وويل، داسې خبرونه د اسلامي مقاومت د ډلو د روحيې د کمزوري کولو لپاره خپريږي.

هغه د نفسياتي او رسانه اي جنګ په اړه د خبرداري په ورکولو سره له ټولو وغوښتل چې خبرونه دې له رسمي او سرکاري شبکو څخه تعقيبوي.

الحشدالشعبي وضاحت وکړ چې وړومبني اطلاعات د دې بيانونکي دي چې د بغداد د شمال په  تاجي سيمه کښې د نن سحر په هوائي حمله کښې د الحشدالشعبي يو امدادي موټر په نښه کړے شوے دے.

د لبنان الميادين چېنل له دې مخکښې رپوټ ورکړ چې نن سحر د بغداد د شمال په تاجي سيمه کښې د امريکائي الوتکو په  حمله کښې شپږ تنه ووژل شول و درې نورو ژوبل شول.