د پيړۍ معامله د اسرائيلو دغیرقانوني استعمارګرۍ تثبیتول او دفلسطنیانودحقوقو انکاردی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87608-د_پيړۍ_معامله_د_اسرائيلو_دغیرقانوني_استعمارګرۍ_تثبیتول_او_دفلسطنیانودحقوقو_انکاردی
دا روپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل هم بیګا د ویې اعلامیې په خپرولو سره د ټرمب ددغه پلان په غبرګون کې ، ددغه پلان په وړاندې د اروپائي اتحادئې معیار او ټاکنې ، د نړیوالو تړونونو او د ملګروملتو د درستو پریکړه لیکونو ته د احترام په اساس او د فلسطینیانو د آ ئيډیاؤ په نظر کې په نیولو کې د یوه فلسطینی هیواد د جوړیدا حل لارې ته د رسیدو لپاره پیاوړي ژمنتیا وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 29, 2020 14:02 Asia/Kabul
  • د  پيړۍ معامله د اسرائيلو دغیرقانوني استعمارګرۍ تثبیتول او دفلسطنیانودحقوقو انکاردی

دا روپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل هم بیګا د ویې اعلامیې په خپرولو سره د ټرمب ددغه پلان په غبرګون کې ، ددغه پلان په وړاندې د اروپائي اتحادئې معیار او ټاکنې ، د نړیوالو تړونونو او د ملګروملتو د درستو پریکړه لیکونو ته د احترام په اساس او د فلسطینیانو د آ ئيډیاؤ په نظر کې په نیولو کې د یوه فلسطینی هیواد د جوړیدا حل لارې ته د رسیدو لپاره پیاوړي ژمنتیا وبلله .

د  انګلستان د  حکومت  دمخالف لوري  مشر جرمي کوربین هم  نن سهار په یوه ټولنیز پیغام کې وئيلی دي د ټرمپ  د  پيړۍ معامله  کو م سوله ایز پلان نه دی ، بلکې د اسرائيلو دغیر قانوني استعمار ګرۍ د تثبیتولو او د فلسطنیانوله حقوقو د انکار کولو لپاره یوه ستره دسیسه ده .  هغه وئيلي انګریز حکومت باید  له دغې ملنډې سره چورلټ مخالفت  او د حقیقي سولې  د ترلاسه کولو په ضرورت دې ټينګار وکړي .

همدرااز ایرنا خبری آژانس  هم د اروپائي اتحادئې د انټرنیټي سایټ  له قوله راپورورکړی دی ، دا روپائي اتحادئې د بهرني سیاست  مسئول جوزف بورل بیګا د ویې اعلامیې په خپرولو سره د ټرمب ددغه  پلان په غبرګون کې ، ددغه پلان په وړاندې  د  اروپائي اتحادئې  معیار او ټاکنې ، د نړیوالو تړونونو او د ملګروملتو د  درستو پریکړه لیکونو ته د احترام په اساس   او د فلسطینیانو د آ ئيډیاؤ  په نظر کې په نیولو کې د یوه  فلسطینی هیواد  د  جوړیدا حل لارې ته د رسیدو لپاره  پیاوړي ژمنتیا  وبلله . او دغه راز ئې وئيلي دي ، اروپائي اتحادیه به  د ټرمپ پلان  د خپلو معیارونو  په اساس  و ارزوي .  البته جوزف بورل د ترینګلتیاؤ   واقعې  یوازینۍ حل لاره یوه فلسطیني هیواد جوړیدا  ته ژمنتیا بللې ده .

د روسیې خارجه وزارت هم په دې باب د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،د پيړۍ په معاملې غور کوي ،  خو په دې باب دفلسطینیانو او عربو هیوادونو  دریځ لامهم دی . همداراز د انګلستان او فرانسې  خارجه وزیرانو هم په دې باب سوړ غبرګون ښودلی او د فلسطین او صهیونیسټي رژیم له مشرانو ئې غوښتي  څو دغه پلان د  دوي په تعبیر  په منصفانه او حقیقي توګه  وارزوي .  ډیری شناندي او کارپوهان وائي د پيړۍ د معاملې په باب د اروپایانو سوړ کړچار  اوغبرګون  له دې  ځایه سرچینه اخلي و چې  د واشنګټن اوتل ابیب چارواکو  ددغه سند په برابرولو کې  خپل اروپائي متحدان نه دي بللي  .