حماس او فتح د فلسطینیو مبارزو ډلوپه یوه خولۀټینګار کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87830-حماس_او_فتح_د_فلسطینیو_مبارزو_ډلوپه_یوه_خولۀټینګار_کړی
د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ له خوا د پيړۍ د معاملې د مخکتنې سپير اقدام د فلسطین ددرست ولس او دنړۍد ډيرو هیوادونو له سختو اعتراضونو او مخالفتونو سره مخامخ شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 09, 2020 08:37 Asia/Kabul
  • حماس او فتح د فلسطینیو مبارزو ډلوپه یوه خولۀټینګار کړی

د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ له خوا د پيړۍ د معاملې د مخکتنې سپير اقدام د فلسطین ددرست ولس او دنړۍد ډيرو هیوادونو له سختو اعتراضونو او مخالفتونو سره مخامخ شوی دی .

فارس خبری آژانس راپورورکړ  د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس  ویندوي حازم قاسم  نن سهار وختي په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي غزې تړانګې ته د فتح غورځنګ د مرکزي کمیټې د دوو لوړپوړو مسئولانو  اسماعیل  جبر او روحي فتوح  له پروني سفره وروسته  له نورو فلسطینیو ډلو سره د پنځه اړخیې  ناستې د ترسره کیدا لپاره د حماس او فتح غورخنګونو ترمینځ موافقه  شوې ده .

 د فتح غورځنګ ویندوي آییاد نصر هم غزې ته ددغه غورځنګ  د مشرانو   دسفر موخه دغزې تړانګې  په لارې کې د خنډونو لیرې کول  او د حماس له مشرانو سره  خبرې اترې بللي او وئيلي ئې دي د فلسطین ملت او مبارزې ډلې باید سره متحدې شي او د فلسطین دموضوع په ضد له موجوده چیلنجونو سره  د مقابلې لپاره  ګډې لارې چارې پر مخ بوځي .

د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ له خوا د پيړۍ د معاملې   د مخکتنې سپير اقدام د فلسطین ددرست ولس او دنړۍد ډيرو هیوادونو له سختو اعتراضونو او مخالفتونو سره مخامخ شوی دی .